نشنل انټرسټ: افغانستان کې د بایللې جګړې ختمول سم ګام دی

راپورونه

نشنل انټرسټ: افغانستان کې د بایللې جګړې ختمول سم ګام دی

212

امریکایۍ نشنل انټرسټ مجلې د افغانستان د روانې جګړې په اړه یو مطلب خپور کړی.
د مطلب لیکوال وایي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ په جولای کې پرېکړه وکړه چې له طالبانو سره خبرې پېل کړي او اوس له افغانستانه د اووه زره پوځیانو د وتلو په پلان غور کوي.
لیکوال ګِل برنډالر د امریکا د ولسمشر هغه هڅې سمې ګڼي چې د افغانستان د بایللې جګړې د پای ته رسولو په پار یې کوي.
لیکوال وایي، موږ په افغانستان پر مخ نه ځو او طالبان د افغانستان ډېره برخه کنټرولوي یا پرې جګړه کوي.
مطلب د افغانستان ناوړه امنیتي وضعیت په اشاره لیکي، ان په افغانستان کې بې رحمه جنګسالاران هم خوندي نه دي.
لیکوال د بېلګې په ډول د مرستیال ولسمشر جنرال رشید دوستم د نهو ساتونکو وژل یادوي. دغه راز، د کندهار د پولیسو د مشر جنرال عبدالرازق وژل هم یادوي.
لیکوال لیکي، ان د جګړې ملاتړ کوونکي هم اعتراف کوي چې موږ (امریکا) په ټپه ولاړ وضعیت کې یو.
لیکوال د امریکا د لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ وینا هم راخیستې چې طالبان اوسمهال بایلونکي نه دي او افغانستان کې پوځي حل نه شته.



اعلان