د روسيې د ښکلا له ملکې سره له واده وروسته ماليزيايي پاچا له دندې ګوښه کېږي

سيمه او نړۍ

د روسيې د ښکلا له ملکې سره له واده وروسته ماليزيايي پاچا له دندې ګوښه کېږي

459

ماليزيايي شاهي کورنۍ په دې وروستيو کې ملاقاتونه کړي دي چې د ماليزيا پنځم پاچا محمد وروسته له هغې چې د روسيې د ښکلا له ملکې سره واده وکړ، له دندې ګوښه کړي. رسنۍ ليکي چې شاهي کورنۍ په شاهي ودانۍ کې د دغه کار د ترسره کولو له پاره راټول شوي دي.
د ۲۰۱۸م کال د نومبر په مياشت کې د ماليزيا پاچا د ناروغۍ له کبله رخصتي واخيسته او د درملنې له پاره له هېواد واوت، هغه څه موده وروسته د روسيې د ښکلا له ملکې سره واده وکړ. د هغه دغې کړنې په ماليزيا کې خلک غوسه کړي، ځکه چې د روسيې د ښکلا ملکې داسې انځورونه شته چې د ټولنې له ارزښتونو سره يې په ټکر بللي.
که څه هم ۴۹ کلن پاچا اعلان کړی چې مېرمن يې اسلام منلی دی، خو بيا هم د هغه دغې کړنې له دندې د ګوښه کېدو لامل شو. 
د يادونې وړ ده چې د ماليزيا هر پاچا د پنځو کلونو له پاره ټاکل کېږي. پنځم پاچا محمد دوه کاله پاچا پاتې شوی و. اوس به بل پاچا د پنځو نورو کلونو له پاره ټاکل کېږي.



اعلان