د افغان سولې په اړه د طالبانو او افغان حکومت د خبرو اړتیا

نظر او تحليل

د افغان سولې په اړه د طالبانو او افغان حکومت د خبرو اړتیا

216

په افغانستان کې له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې روانه جګړه، چې د لسګونه زره افغانانو ژوند او هستۍ یې ترې واخیستلې؛ په اوس مهال کې یې د پای ته رسېدو په موخه امریکا او طالبان هڅه کوي چې یو له بل سره د خبرو له لارې تفاهم وکړي.

په دې لړ کې له تېرو څو میاشتو راهیسې د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې په اړه درې ځله مخامخ خبرې وشوې. دا خبرې که څه هم هیله بښونکې دي؛ خو د پایلو په اړه یې لا هم څه نه دي واضح شوي. ځکه طالبان یوازې له امریکا سره پر خبرو ټینګار کوي او نه غواړي افغان حکومت په دغه پروسه کې برخه ولري. په بل اړخ کې بیا افغان حکومت له خپل مالکیت پرته د سولې هیڅ راز خبرې نه مني او په وروستیو کې یې داسې هڅې پیل کړې دي چې پر طالبانو د فشار زیاتولو له لارې دغه ډله له ځان سره د مخامخ خبرو لپاره اماده کړي چې دغې چارې د روانې پروسې د تخریب وېره هم زیاته کړې ده.

په افغانستان کې د روانې جګړې بېلابېل لوري، د امریکا ـ طالبان ترمنځ د سولې په خبرو کې د افغان حکومت د موجودیت اهمیت او دا چې له افغان حکومت پرته به د سولې خبرې څه پایلې ولري؟ هغه موضوعات دي چې دلته به پرې بحث وشي.

د افغان جګړې ښکېل اړخونه

په افغانستان کې روانه جګړه په ۲۰۰۱م کال کې پر افغانستان د امریکا له بریده وروسته، د طالبانو د رژیم له ړنګېدو سره پیل شوه. که څه هم د طالبانو د رژیم له نسکورېدو وروسته ترڅو کلونو پورې په افغانستان کې ارامي وه او نږدې د هېواد ټوله خاوره د افغان حکومت تر کنټرول لاندې وه؛ خو له ۲۰۰۵م کال را وروسته طالبانو د افغان حکومت او نړیوالو پر وړاندې بېرته خپله جګړه پیل او ورځ تر بلې یې ساحه پراخه شوه.

په افغانستان کې له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې په روانه جګړه کې د مختلفو وسله‌والو ډلو نومونه اخیستل کېږي، چې ډیری یې د سیمې او نړۍ په استخباراتي کړیو پورې اړه لري؛ خو په ټولیز ډول دغه جګړه د دریو سترو ښکېلو اړخونو له لوري مخته وړل کېږي:

امریکا او نړیوال: امریکا او نړیوال ملګري یې په افغانستان کې د روانې جګړې د پیل کوونکو په توګه د دغې جګړې یو مهم او اصلي ښکېل اړخ بلل کېږي. له ۲۰۰۱ تر ۲۰۱۴م کال پورې امريکا او ملگري یې د افغانستان په جګړه کې نېغ په نېغه ښکېل وو؛ خو له ۲۰۱۴م کال وروسته یې د روانې جګړې په ډګر د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او مشورې دنده په غاړه واخیسته او لسګونه زره عسکر یې هم له افغانستانه و ایستل.

طالبان: په افغانستان کې د روانې جګړې دوم ستر اړخ طالبان دي. که څه هم په ۲۰۰۱م کال کې پر افغانستان د امریکا له برید سره د طالبانو رژیم ړنګ شو او تر څو کلونو په هېواد کې ارامي وه. خو دغې ډلې له څو کلونو وروسته بېرته د امریکا او افغان حکومت پر ضد خپله جګړه پیل کړه. دغې جګړې ورځ تر بلې زور واخیست او د ۱۸ کلونو په تېرېدو طالبان اوس مهال شاوخوا د افغانستان په ۴۵ سلنه خاوره کنټرول لري او تر څنګ یې د سیمې او نړۍ په کچه له مختلفو هېوادونو سره ډیپلوماټیکي اړیکې جوړې کړې دي.

افغان دولت: په افغانستان کې د روانې جګړې درېیم مهم اړخ افغان دولت دی.د طالبانو د رژیم له نسکورېدو وروسته د امریکا او نړیوالو په مرسته په افغانستان کې نوی نظام رامنځته شو. که څه هم دغه نظام ډېرې ستونزې او نیمګړتیاوې لري؛ خو په روانه جګړه کې په ځانګړې توګه له ۲۰۱۴م کال را وروسته، د همدې نظام په چوکاټ کې لسګونه زره افغانان د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د طالبانو پر وړاندې جګړه کوي. دغه‌راز له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې درې ځله د ټاکنو له لارې د نظام رهبري تغییر شوې، د دولت درې ګونې قواوې (مقننه، قضایه او اجرائیه) فعالې دي، د هېواد په مختلفو برخو کې پرمختګونه شوي، د مختلفو هېوادونو سفارتونه دلته فعال او افغان دولت په نړیواله کچه سیاسي او اقتصادي اړیکې لري.

د سولې په خبرو کې د افغان دولت ځای

افغان حکومت له تېرو څو کلونو راهیسي له طالبانو سره د سولې د خبرو د پیل په موخه هڅې کوي. د ملي یووالي حکومت پر مهال په مختلفو ډولونو د سیمې او نړۍ په کچه پر طالبانو د فشار راوړلو هڅې وشوې، ترڅو طالبان له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته په یو ډول اړ کړل شي؛ خو دغې ډلې تل له امریکا سره پر مخامخ خبرو ټینګار کړی دی.

په وروستیو کې امریکا له دغې ډلې سره د سولې خبرو ته غاړه ایښې او تر دې دمه د سیمې د یو شمېر هېوادونو په همکارۍ د دواړو لورو د استازو ترمنځ درې ځله مخامخ خبرې شوې دي. د سولې په نوم د دغې روانې پروسې لویه ستونزه داده چې افغان دولت ته په کې ځای نه دی ورکړل شوی.

په افغانستان کې د روانې جګړې د یوه مهم او اصلي اړخ په توګه د سولې له خبرو د افغان حکومت ایستل، د دغې پروسه د بریا پر وړاندې خنډونه پیدا کوي. ځکه په افغانستان کې د نوي نظام له جوړېدو نږدې ۱۸ کاله تېرېږي، سلګونه زره کسان د دغه نظام په چوکاټ کې په دندو بوخت دي او د دې نظام تر حاکمیت لاندې خپل ژوند مخ ته وړي.په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په برخه د ګڼو نورو اړخونو ترڅنګ په دغه هېواد کې د اوسني نظام رهبران، چارواکي او هغه ټول ولسونه چې د دې نظام تر حاکمیت لاندې ژوند کوي، هم هغه اړخ دی چې د جګړې د پای ته رسولو او سولې په پروسه کې د دوی هوکړه او نظر مهم او اغېزناک دی.

په اوسني نظام کې له سولې سره د یو شمېر اشخاصو او کړیو، پټ او ان ډېر کله ښکاره مخالفت د سولې پر وړاندې هم یو ستر خنډ بلل کېږي او همدې خنډ د روانې جګړې په اوږدېدو کې هم زیات رول لرلی دی. سولې ته د رسېدو په موخه اړتیا ده چې دغه شان کسان  او کړۍ یا د سولې په پروسه کې د همکارۍ په موخه وهڅول شي او یا هم د سولې په پروسه کې د خبرو لپاره ځای ورکړل شي.

له افغان حکومت سره د سولې له خبرو د طالبانو انکار، په وروستیو کې حکومت ۤپه یو ډول داسې کړنو ته اړ کړی چې له امله یې پر طالبانو فشار راوړل شي، تر څو دغه ډله له افغان حکومت سره خبرو ته کېني.

ولسمشر غني څو ورځې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت دوه پخواني رئیسان امرالله صالح د کورنیو چارو او اسد الله خالد د دفاع وزارت د سرپرستانو په توګه وګومارل. دوی دواړه په هېواد کې د طالب ضد څېرو په نوم مشهور دي او دواړو یې د نوو دندو له پیل سره داسې شعارونه ورکړل چې د سولې د پروسې په زیان یې ګڼلی شو.

له حکومت پرته سوله شونې ده؟

د سولې په اړه د امریکا ـ طالبان د خبرو په لړ کې د دواړو لورو ترمنځ وروستۍ ناسته په متحده عربي اماراتو کې وه، چې درې ورځې یې دوام وکړ. د دغې ناستې پر مهال افغان حکومت هم خپل پلاوی ابوظبۍ ته په دې هیله لېږلی و چې ګواکې طالبان به د افغان حکومت له دغه پلاوي سره مخامخ خبرو ته حاضر شي؛ خو طالبانو له افغان پلاوي سره د سولې په باب خبرې کول رد کړل.

د طالبانو له دغه رد ځواب وروسته افغان حکومت د طالبانو پر وړاندې خپل دریځ لا سخت کړ. پر طالبانو یې د فشار راوړلو په موخه، د جګړې په میدان کې یې تهاجمي حملې زیاتې کړې، د امنیتي ادارو رهبري یې طالب ضد څېرو ته وسپارله او په ورستیو کې د افغان حکومت د دفاع نوي وزیر اسدالله خالد په ټینګار سره وویل چې که طالبان د سولې خبرو ته حاضر نه شي، نو دوی به یې په زور د سولې خبرو ته حاضر کړي.

جګړه او پوځي فشارونه هغه څه دي چې له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې په افغانستان کې ازمویل کېږي؛ خو پایله یې یوازې وژنه او بربادي ده. دا جګړه که لسګونه کاله نوره هم دوام وکړي، پرته له وژنو او بربادۍ به بل څه افغانانو ته ورنه کړي او بالاخره که پای ته رسېږي، نو د خبرو له لارې به پای ته رسېږي.

په اوس مهال کې د سیمې او نړۍ په کچه د افغان جګړې د پای ته رسېدو هڅې روانې دي، نو اړتیا ده چې طالبان او افغان حکومت د دې پر ځای چې له یوې او بلې لارې، پر یو او بل فشارونه زیات کړي، د جګړې د داخلي اړخونو په توګه له نورو ډېر مسؤولیت احساس کړي او تر بل هرچا د روانې جګړې د پای ته رسېدو په موخه ګړندي ګامونه واخلي.

اړتیا ده چې طالبان د سولې په خبرو کې د امریکا تر څنګ افغان حکومت ته هم د دې جګړې د یوه مهم لوري په توګه ځای ورکړي، تر څو د جګړې درې واړه اړخونه د سولې په پروسه کې هم ونډه ولري. خو که چېرې دا پروسه یوازې د طالبانو او امریکا تر منځ روانه وي، نو د افغان حکومت نه موجودیت به د سولې پر وړاندې خنډونه پیدا کړي چې له امله به یې دا جګړه نوره هم ګرمه شي. پای

 



اعلان