سعادت: ولسمشر د وطن په خېر نه دی، د سولې مخکې لوی خنډ دی

افغانستان

سعادت: ولسمشر د وطن په خېر نه دی، د سولې مخکې لوی خنډ دی

3027

د ولسمشر اشرف غني ګوښه کړل شوي حقوقي سلاکار عبدالستار سعادت په یوه بیان کې ویلي چې وروستیو کې مې له ولسمشر سره نظریاتي او عملي واټن زیات شوی و.
دغه بیان چې د سعادت په فېسبوک خپور شوی، نوموړي په کې لیکلي "د ولسمشر کړنې راته د وطن په خېر نه مالومېږي. د سولې په وړاندې راته یو ستر مانع ښکاري."
سعادت وایي، ولسمشر ته د ملکي مرګ-ژوبلې په اړه زما دریځ او لیکنې د حکومت تخریب ښکارېده، خو ما (سعادت) سکوت نه شو کولای.
سعادت زیاتوي، کله چې نوې امنیتي ګومارنې وشوې، نو د عزیز اباد وطن په نوم مې یو تاریخي واقعیت څرګند کړ.
سعادت د عزیز اباد وطن په نوم یوه مطلب کې د هرات شینډنډ ولسوالۍ کې د کورنیو چارو د اوسني سرپرست وزیر امرالله صالح له خوا د ناسمو مالوماتو پر بنسټ د بمبارۍ د کولو یوه پېښه بربنډه کړې وه.
که څه د هغه وخت د ملي امنیت د رییس صالح مالومات ناسم و او بهرنيو ځواکونو په شینډنډ کې عملیات و نه کړل، خو د سعادت په وینا، یو کال وروسته په دغه سیمه کې نهه نوي ملکي وګړي ووژل شول.
سعادت لیکي، د دغه مطلب له خپرېدو څو دقیقې وروسته له ارګه زنګ راغی او راته وویل شول چې د ولسمشر پر ضد څه مه لیکه، خو ما ورته وویل چې څه مې نه دي لیکلي.
سعادت وایي، راته وویل شول چې دا هر څه د ولسمشر په سیاست پورې اړه لري.
نوموړي د عزیز اباد وطن لیکنه د ده او ولسمشر تر منځ د ترینګلتیا یو لامل ګڼي.
هغه پای کې لیکي چې د ولسمشر په پرېکړه خپه نه یم ځکه زما او د ولسمشر تر منځ دې فکري واټن نور دوام کولای نه شو.
سعادت شاوخوا دوه کاله د ولسمشر حقوقي سلاکار و.



اعلان