قانوني: حنیف اتمر راسره د حکومت د جوړښت بدلون منلی

افغانستان

قانوني: حنیف اتمر راسره د حکومت د جوړښت بدلون منلی

376

د جمعیت ګوند مشر غړي او پخواني مرستیال ولسمشر ویلي، ګوند یې دا ځل د حکومت د جوړښت په بدلون ټینګار کوي او د هر هغه کاندید ملاتړ به وکړي چې د دوی بنسټي غوښتنه ومني.
د اریانا نیوز له لوري خپور شوي قانوني ته منسوب یوه غږیز پېغام کې هغه وایي چې موږ د ولسمشر له پاره درې مرستیالان غواړو، اجراییه ریاست په لومړي وزارت (صدارت) بدلول او واکونه یې مالومول او دغه راز، والیان نیمه انتخابي کول مو بنسټي غوښتنې دي.
قانوني وایي چې ولسمشر اشرف غني د حکومت د جوړښت سخت مخالف دی، خو حنیف اتمر ور سره منلی دی، نو ځکه یې ملاتړ کوي.
قانوني ویلي، صلاح الدین رباني د عبدالله عبدالله ملاتړی دی، خو د جمعیت ګوند رهبري شورا او نور مشران غړي یې له موږ سره دي.
راتلونکې ټاکنې چې تمه ده راتلونکې جولای کې به وشي، د ملي امنیت پخوانی سلاکار حنیف اتمر په کې د ولسمشر غني سخت سیال ښکاري.
تر اوسه دواړو د کاندیدۍ خبره کړې، خو نوم لیکنه یوه هم نه ده کړې.



اعلان