سوریه کې د داعش پاکستاني او امریکایي جنګیالي نیول شوي

سيمه او نړۍ

سوریه کې د داعش پاکستاني او امریکایي جنګیالي نیول شوي

369

رپوټونه وایي، د سوریې په دیرالزور کې د داعش پاکستاني او امریکایي جنګیالي نیول شوي دي.
ایکسپریس نیوز لیکلي، دوه کسه پاکستاني او دوه امریکایان دي.
دغه راز، یو بل کس د ایرلینډ اوسېدونکی دی.
دوی د امریکا له ملاتړه برخمن د سوریې د جمهوري پوځ له لوري د ډسمبر په دېرشمه نیول شوي دي.
د دوی له لوري په خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې نیول شویو جنګیالیو د فرات سیند په غاړه په اوسېدونکو خلکو د بریدونو پلان درلود.
د سوریې حکومت یا کوم بل سازمان د دغو رپوټونو رد یا تایید نه دی کړی.



اعلان