له طالبانو سره د اور بند، راتلونکي حکومت او امنیتي ځواکونو د برخلیک په اړه مالومات خپاره شوي

افغانستان

له طالبانو سره د اور بند، راتلونکي حکومت او امنیتي ځواکونو د برخلیک په اړه مالومات خپاره شوي

2468

د امریکا وتلي څېړنیز مرکز Rand Corporation د امریکا د حکومت له پاره یو پنځوس مخیز سند د افغانستان د راتلونکې په اړه چمتو کړی دی.
طلوع نیوز ادعا کوي چې دغه سند یې تر لاسه کړی دی.
د سند له مخې، افغانستان کې به اور بند کېږي، طالبان به حکومت سره یو ځای کېږي او یو اتلس میاشتینی انتقالي حکومت به جوړېږي چې دغه حکومت به د افغانستان په راتلونکې خبرې کوي.
د سند له مخې، انتقالي حکومت به مشر، مرستیالان او څو غړي لري.
دغه سند کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په تدریجي وتلو هم بحث شوی دی.
سند وایي چې د اساسي قانون په ګډون به ځینو نورو برخو کې هم بدلون راځي، خو تر نوي قانون پورې اوسنی قانون پلی کېږي.
سند کې ویل شوي چې دغه دوره کې به اردو او استخبارات، سرحدي پولیس او هوایي ځواکونه خپلې دندې ته دوام ورکوي.
رپوټ وایي، امریکایانو دغه سند له کابل او د سیمې له نورو هېوادونو سره شریک کړی دی.
د دغو رپوټونو په اړه تر اوسه حکومت، طالبانو او امریکایانو څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې تمه ده څو ورځې وروسته به قطر کې د طالبانو او امریکایانو څلورم پړاو خبرې وشي.



اعلان