د انسان کار نؤښت دی

پام وړ

د انسان کار نؤښت دی

147

په نړۍ کې تل هغو ټولنو او ملتونو پرمختګ کړی چې دکار سړي لري؛ او د کار سړي بیا په هغو ټولنو کې موندل کېږي چې زدکړې او تعلیم ولري، خو هله چې له زدکړو څخه مقصد دا وي چې یو نوښتګر او مبتکر له ځانه او نورو جوړ کړي هسې زدکړې او پۀ یؤ څه کې مهارت حاصلؤل بریا او لوی کار نه دی،
ځکه د انسان کار نوښت او خلاقیت دی انسان باید نوښتګر واوسي، ګنې نو که د یؤ فن یوازې زدکړه او یادؤل بریالیتوب وي نو همدا فن خو په کیسټ، میموري او ګوګل کې پۀ ډېره ښه توګه ساتل کېږي.

د بیلګې په ډول که یؤ څوک د حساب ماهر وي، په حساب کې خلاقیت او ابتکار رامنځته کړي نو بیا ریښتیا هم دی یو ماهر او د کار سړی دی کنه هسي حساب خو ماشین حساب تر ده ښه کولای شي.

د اسلامي نړۍ علماوو چې کله په عباسي خلافت کې یوناني معقولات وژباړل او پر هغو یې په ازاداه او بېباکه توګه فکر او تنقید وکړ، په هغو کې یې نوي نوي بدلونونه رامنځته کړل او یؤ علمي ابتکار ته یې وده ورکړه نو همدا یې یوه ایجادي، تخلیقي او په علمي ډګر کې یؤه له خلاقیت نه ډکه دوره وه.

خو کله چې زدکړې او علمیت په ذهن کې تر ساتنې او کتاب ویلو محدود شول، له کتابه ورهاخوا ابتکاري فکر کؤلو ته شا وګرځول شوه، ذهنونه په ازاده توګه له فکر کؤلو راوګرځول شول،
او د منقول او معقول تر منځ توپیر لمنځه لاړ، 
یانې له معقولاتو هم منقولات جوړ شول، لکه څنګه چې په منقولاتو کې تقلید لازم دی او د بدلون اجازه نشته
همداسې په معقولاتو کې هم تقلید شروع شو، صرف هغه د پخوانیو علماوو په افکارو او تیوریانو بسنه وشوه، هیڅ خلاقیت او ابتکار پکې و نه شو، دا ناشونې برېښیده چې په معقولاتو کې دې پر یوناني او اسلامي حکیمانو تنقید وشي، د هغوی په نظریو کې بدلون راوستل شي، او په دې پوښتنه به استعدادونه ژوندي تر خاورو لاندې کيدل چې ( ایا موږ تر هغو ښۀ پوهېږو؟) غټ کار او ستره بریا دا وګڼل شوه چې یوازې د مخکینیو علماوو پر تیوریانو شروح او وضاحتونه وړاندې شي او هیڅ بدلون ته پکې ځای ورنکړل شي 
نو بیا اسلامي نړۍ ښه ورځ نه ده لېدلې، او نه بیا کوم علمي او عملي ایجاد رامنځته شوی دی، چې همدا زموږ د علمي زوال او سیاسي انحطاط یؤ ستر لامل شو.

خو بل لورې ته هغه اروپایان چې یوناني معقولات او حکمت یې زموږ د علماوو (ابن سینا ابن رشد وغیره ...) په وسیله زده کړل او خپلو ژبو ته یې وژباړل هغوی پر همدې معقولاتو خپل فکرونه منحصر نه کړل بلکې یوناني معقولات یې ټول نقد او سرچپه کړل، په هغو کې یې بدلونونه او نوې نوې تیوریانې ځای کړې چې په پایله کې یې یؤ داسې علمي تخلیقي انقلاب راووست چې نه یوازې دا چې اروپا یې اغیزمنه کړه، بلکې ټوله نړۍ یې تر خپل تاثیر لاندې راوسته.
او داسي ایجادات او ابتکارات یې وکړل چې په اسلامي نړۍ کې یې تصور محال و.

بل پلو زموږ د عصري او عقلي علومو هغه قشر چې موږ یې د زدکړو لپاره بهرنیو هیوادونو ته لېږو، باید موږ ته علمي او عملي نوښتونه او ایجادات راوړي وای او د خپل ملت ترقي ته یې زمینه برابره کړي وای، خو متاسفانه زموږ همدا قشر چې کله راستانه شي نو پر دیني اساساتو تنقید، په ملي ارزښتونو، کلتور او عنعنو باندې رشخندونه وهي، پردي کلتور، او تمدن ته وده ورکول خپل مرکزي هدف بولي او اصلي موخې او مقاصد ترې پاته وي.
چې په پایله کې د دوی او ټولنې تر منځ ټکر رامنځته شي او یؤ له بل سره واټن او کرکه پیدا کړي، او ټولنه له نوښتونو بې برخې پاتي شي. دوی باید د ټولنې د پرمختګ لپاره کار وکړي نه د وروسته پاتي کیدلو لپاره.

بناء موږ ته په کار ده چې له منصوصي علومو پرته په نورو علومو کې داسې فکر او میتود خپل کړو چې نوښتونه وپنځوي او خوځښت ته لاره هواره شي. 
له خپل تعلیمي نصاب څخه زاړه او د پخوانۍ زمانې په معیار معقولات لېري او پر ځای یې د وخت له غوښتنو او اړتیاوو سره برابر علوم او معقولاتو ته اولیت ورکړو.

که زموږ د مدارسو نصاب ته د وخت له غوښتنو سره سم عصري مضامین او عصري نصابونو ته دیني او مهم مضامین ورزیات کړای شي او د دیني او عصري محصلانو تر منځ د شته واټن په لمنځه وړلو کې کوشش وشي، نو ان شاءالله چې په نتیجه کې به یوه پرمختللې او ویاړلې اسلامي نړۍ ولرو.
وما ذالک علی الله بعزیز



اعلان