ښه حکومتوالي: Good Governance 

نظر او تحليل

ښه حکومتوالي: Good Governance 

145

په نړۍ کې په عام ډول دولتونه او په خاص ډول حکومتونه ددې لپاره رامنځته شوي چې خلکو ته په ښه ډول خدمات سرته ورسوي، قانون پلی کړي او د ټولنې د مادی او معنوي پانګو او منابعو څخه په ښه ډول ګټنه وکړي.

حکومت، حکومتوالي، ښه حکومتوالي او عامه مدیریت سره تړلي، نږدې او پیچلي مفاهیم دي چی مونږ دلته یواځې په ښې حکومتوالی او د هغې پر شاخصونو تمرکز کوو.
ښه حکومتوالي د عامه چارو د داسې سرته رسولو په معنی ده چی عامه مصالح تامین او خلکو ته ځواب ویونکی وي، یا د حکومت د فعالیتونو داسې سرته رسولو په معنی ده چی په هغه کی شفافیت، حساب ورکونه ، د خلکو مشارکت، د قانون حاکمیت او عدالت په نظر کې نیول شوی وي. ځینې بیا د یو هیواد د بشري او غیرې بشري منابعو داسې استعمال او مدیریت بولي چی پایداره او عادلانه اقتصادي او ټولنیزه وده تضمین کړي. په ټوله کی ویلای شو چی ښه حکومتوالي د قانون حاکمیت، د بشر حقونو او دموکراسۍ اصولو ته احترام او د یو سالم حکومت رامنځته کول دي.
د ښه حکومتوالی کلمه د دوهمی نړیوالې جګړې او په خاص ډول د ۱۹۸۰ لسیزې څخه راپه دیخوا د حکومتونو د متغیر نقش او رول په هکله استعمال شو، چې دولتونه د عمومي منافعو د تحقق لپاره یو سلسله چارې سرته رسوي چې ښه بیلګې یی د ټولنیز ثبات رامنځته کول، د عامه اجناسو او خدماتو ارایه، د اقتصادي زیربناوو توسعه او پراختیا، د بازارونو د رکود مخنیوی، د ټولنیز عدالت او برابرۍ تامین او د فساد مخنیوی دی.
په ننني متغیر او بدلیدونکي نړۍ کې چیرته چې بازارونه نړیوال شوي، اقلیمي تغیرات ډير زیات تر سترګو کیږي، په ښارونو کې جمیعیت تراکم کړی، چی دولتونه په تنهایي ددی وړتیا نه لري چې د ټولنو داسی نویو او معاصرو غوښتنو ته ځواب ورکړي. ښه حکومتوالي د ټولنې د ټولو ظرفیتونو څخه په عامه او خصوصي سکتورونو کی او همدارنګه په مدني برخه کې د استفادې له پاره یوه ښه مقدمه ده.
ښه حکومتوالي یوه داسې اصطلاح ده چې نه تنها د سیاسي علومو په حوزه کی بلکې د اقتصادي ودې، د بشر حقوق، دموکراسۍ او دولتي یا عامه مدیریت(Public management) 
په برخه کی زیات استعمالیږي. 
د ښی حکومتوالی شاخصونه
د ملګرو ملتونو په اسنادو کې د ښه حکومتوالی شاخصونه په لاندی ډول دي.
مشارکت او ګډون:
د حکومت په پریکړو او تصامیمو کی ونډه د اتباعو مسلم حق دی، ټول افراد نارینه او زنانه ، ډلی او احزاب چې په یوه ټاکلي جغرافیایی موقعیت کې ژوند کوي باید د خپل متبوع دولت په ټولو پریکړو کی دخیل وي او د تصامیمو په نیولو او اجرا کی فعاله ونډه ولري. په دولتي سیستم باالخصوص معلوماتو ته لاس رسۍ ولري او خلک پکی د ازادی احساس وکړي، دغه مشارکت د موسساتو، احزابو او د فشار د ډلو د فعالیت په ازادی او د بیان په ازادی ښه تمثیلیدلای شي.
د قانون حاکمیت: 
ښه حکومتوالي د عادلانه حقوقي ساختارونو مستلزم دی. په ښه حکومتوالی کې دې ته اړتیا ده تر څو قوانین او حقوقي بنسټونه په ناپییلی، بی طرفانه او عادلانه شکل رامنځته شي تر څو قانون په ټولو یو شان تطبیق کړي، د خلکو حقوق پکې خوندي وی او د ټولو اتباعو مدني ازادي پکې ساتل شوې وي. دا بیا هغه وخت امکان لري چې مونږ د فساد څخه پاک او خپلواک قضایي سیستم او پولیس ولرو. قوانین باید ټول شموله وي او شخصي توپیرونه په کې دخیل نه وي.
شفافیت: 
د ښه حکومتوالی یو بل شاخص په کارونو کې شفافیت دی، شفافیت په دې معنا چې خلک د حکومت په تصمیم نیونه، د هغوی په اجرا او همدارنګه د هغې په مربوطه پروسیجرونو پوه وي او دا پریکړې په داسې ډول ونیول شي چی د مقرراتو او قانون تابع وي.
حساب ورکونه: 
په ښه حکومتوالی کې حساب ورکونه(Accountability) تر ټولو اړین شاخص دی، سیاسیون او دولتي چارواکي باید د خپلو ټولو هغه کړنو، د منابعو استعمال او د بودیجې د مصرف په هکله نه تنها خلکو بلکې مدني ټولنو، احزابو او حتی نړیوالو زیدخله ارګانونو ته حساب ورکړي.
مسولیت پذیري او ځواب ورکونه:
د ځواب ویلو(Responsiveness) څخه هدف دا دی چې نه تنها حکومت بلکې په ټولنه کی شته ټول مدني حرکتونه، احزاب او د فشار ډلې، کاروباریان او کاروباري ادارې، خلکو ته په مناسب وخت کې ځواب ویلو ته جوګه وي. ټول حکومتي ادارې د خلکو په خدمت کې وي او د هغوی پر وړاندې د مسولیت احساس وکړي.
اجماع
جوته ده چې په ټولنه کې خلک د مختلفو عقایدو، افکارو، توقعاتو او غوښتنو لرونکي دي، د حکومت په اډانه کې باید پریکړې په داسی ډول ونیول شي چې د ټولنې د ټولو اقشارو او ډلو اجماع په کې وي.
موثریت او ګټورتوب
د موثریت او ګټورتوب هدف د یوه هیواد د مادي او معنوي منابعو په سم ډول استعمال دی. حکومتونه بايد د یوی ټولنې د موجوده منابعو څخه په داسې شکل استفاده وکړي چی پایداره انکشاف تضمین کړي او دغه استعمالونه په متداوم شکل وی تر څو نورو نسلونو ته هم انتقال شي.
عدالت
حکومتونه باید د منابعو په تخصیص او د عامه اجناسو او خدماتو په توزیع کی د عدالت اصل په نظر کې ولري او دا چاره باید په داسی ډول صورت ونیسي چې متوازن انکشاف رامنځته کړي.



اعلان