شهنواز تڼی: امریکا د افغانستان زیرمو ته سترګې نیولي

افغانستان

شهنواز تڼی: امریکا د افغانستان زیرمو ته سترګې نیولي

1110

د پاکستان ډیلې ټایمز ورځپاڼې د افغانستان پخواني د فاع وزیر شهنواز تڼي مرکه راخیستې چې هغه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په غبرګون کې کړې ،ټرمپ ویلي وو چې شوروي اتحاد ځکه پر افغانستان حمله وکړه چې ترهګر يې هیواد ته ورتلل.
خو شهنواز تڼی بیا وايي چې د ټرمپ خبرو حیران کړی ځکه همدا امریکا وه چې د شورويانو پر وړاندې د جګړې مشري کوله.
شهنواز تڼی چې د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب په وخت کې دفاع وزیر وه او د نجیب پر وړاندې يې ناکامه کودتا تر سره کړه او اوس مهال د سولې غورځنګ په نوم د ګوند مشري کوي زیاتوي:”ولسمشر ټرمپ تاریخي حقیقت له پامه غورځولی او بې مانا خبرې یې کړې دي ،امریکا ونه کړای شول په افغانستان کې جګړه وګټي اوناکامه شوه او همدا یې لامل و چې د دفاع وزیر جېمز ماتېس یې لرې کړ“.
د ټرمپ دغه څرګندونې له دې وړاندې د ارګ له غبرګون سره هم مخ شوې وې ،ښاغلی تڼی په اخره کې زیاتوي:چې امریکا د افغانستان طبیعي زېرمو، ګازو او تېلو ته سترګې نیولي.



اعلان