اسراييلي الوتکو غزه کې د حماس پر مرکز برید کړی

سيمه او نړۍ

اسراييلي الوتکو غزه کې د حماس پر مرکز برید کړی

50

اسراييلي الوتکو يو وار بيا د غزې په شمالي برخه کې د حماس ډلې پر يوه مرکز برید کړی دی خو ويل کېږي چې د برید له کبله چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
فلسطيني رسنۍ راپور ورکوي چې دغه برید نن سهار د هغه راکټ په ځواب کې ترسره شوی دی چې د غزې له لورې پر اسراييلو پرون ورول شوی و. 
آر ټي رسنۍ د خپل ژورنالېست په حواله ليکي چې اسراييلو په دغه هوايي بريد کې د حماس يو مرکز چې عسقلان سيمه کې دی، په دوو راکټونو وېشتلی دی خو تر اوسه د مرګ ژوبلې راپورونه نه شته. رسنۍ زياته کړې ده چې بريد مادي ضررونه رسولي دي.
د اسراييلي پوځ وياند، افيخای ادرعي، هم دغه بريد منلی دی او ويلي يې دي چې ملامتي ټوله د حماس په غاړه ده.



اعلان