"په افغانستان د روسیې د یرغل په اړه د ټرمپ څرګندونې ښیي چې هغه د نورو ګوډاګی دی"

راپورونه

355

په افغانستان د روسیې د یرغل يه اړه د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ څرګندونو ته تر اوسه غبرګونونه ښودل کېږي.
ټرمپ ویلي وو چې په افغانستان د روسیې یرغل سم و.
افغان حکومت هم په دې اړه له امریکا وضاحت غوښتی دی.
خو اوس د ټرمپ بیوګرافي لیکونکی وایي، د ټرمپ دغه څرګندونې ښیي چې هغه د یو چا لاسپوڅی دی.
ټیم اوبراین MSNBC سره خبرو کې ویلي، موږ باید وویرېږو چې ولې هغه څه چې د کریملن خبرې دي د ټرمپ له خولې راووتل.
هغه زیاته کړې، ټرمپ ښایي په سپینه ماڼۍ کې زموږ تر ټولو لږ مالومات لرونکی او بې سواده ولسمشر دی. هغه ویلي، ټرمپ ته به ډېره ستونزمنه وي چې نخشه کې افغانستان پېدا کړي.
هغه ویلي، ټرمپ اعلی سر قومندان دی، خو نه پوهېږي چې د څه په اړه خبره کوي او کله چې خبره کوي، نو داسې ښکاري چې د نورو خلکو لاسپوڅی دی.
په کور دننه په ټرمپ داسې شکونه دي چې روسیې ته ډېر نږدې دی.
ویل کېږي روسیې د ۲۰۱۶ ټاکنو کې د ټرمپ په ګټه لاسوهنه کړې، خو ټرمپ یې ردوي.



اعلان