طالبانو له افغان حکومت سره پر خبرو د سعودي او اماراتو د ټینګار له امله د ریاض غونډه لغوه کړه

افغانستان

طالبانو له افغان حکومت سره پر خبرو د سعودي او اماراتو د ټینګار له امله د ریاض غونډه لغوه کړه

629

طالبان له امریکایانو سره هغه غونډه کې ګډون نه کوي چې تمه وه راتلونکې اوونۍ به د سعودي پلازمېنه ریاض کې د افغان سولې په اړه جوړه شي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د غونډې د لغوه کېدو خبره تایید کړې ده، خو د بل ځای په اړه یې مالومات نه دي ورکړي.
رپوټونو کې ویل شوي چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ دغه څلورم پړاو خبرې به اوس قطر کې کېږي.
قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر هم دی.
یوه لوړ پوړي طالب مشر رویټرز خبري اژانس ته ویلي، مسله دا ده چې د سعودي او متحده عربي اماراتو مشرانو له موږ غوښتل چې د افغان حکومت له پلاوي سره لیدنه وکړو.
سرچینې زیاته کړې، دا هغه څه دي چې موږ یې اوس نه شو کولای او سعودي کې مو غونډه لغوه کړه.
یوې بلې طالب سرچینې ویلي، سعودي ته مو څرګنده کړې وه چې طالبانو ته اوسمهال ممکنه نه ده له حکومت سره وګوري.
سرچینې ویلي، له دې واقعیته ټول خبر دي چې افغان حکومت له افغانستانه د امریکا او د دوی د ملګرو ایستل نه غوښتل، خو موږ د بهرنیانو د ایستلو له پاره لوړ قیمت ادا کړی، نو ولې موږ باید له افغان حکومت سره خبرې وکړو؟.
طالبانو وړاندې په ځلونو ویلي چې لومړی به له امریکایانو سره د دوی په ایستلو خبره کوي او نور مسایل به بیا افغانان په خپل منځ کې حل کوي.



اعلان