فاکس نیوز: افغان جګړې ته اړتیا نه لرو، ګټلای او زغملای یې نه شو

نظر او تحليل

فاکس نیوز: افغان جګړې ته اړتیا نه لرو، ګټلای او زغملای یې نه شو

720

امریکایي فاکس نیوز له افغانستانه د امریکایي پوځیانو د وتلو په اړه یوه مقاله خپره کړې.
د مقالې لیکوال چارلس پینا وایي، امریکا چې د کومو موخو له پاره افغانستان ته تللې وه هغه ترلاسه شوي دي.
لیکوال د امریکا د کانګریس له لوري د امریکا د پوځ ماموریت واضح کوي چې هغه القاعده او اسامه بن لادن او د طالبانو حکومت وو ځکه طالبانو بن لادن ته ځای ورکړی و.
طالبان په څو اوونیو کې له حکومته لرې او بن لادن په ۲۰۱۱ ز کال کې په پاکستان کې ووژل شو.
لیکوال وایي، هر حکومت چې افغانستان کنټرولوي، نو پوهېږي به چې امریکا به د هېڅ یوه ترهګر سازمان ملاتړ او ځای ورکول و نه زغمي. ان که هغه حکومت د امریکا ملګری هم نه وي.
لیکوال وایي، القاعده او داعش افغانستان کې ګواښونه دي، خو امریکا ته نېغ ګواښونه نه دي.
لیکوال د یوې محاسبې پر بنسټ لیکي، د افغانستان نفوس له درې دیرش میلیونو زیات دی او ۶۶۰۰۰۰ تنو امریکایي پوځیانو ته اړتیا ده.
پینا زیاتوي، د ویتنام جګړې ته مو له پنځو لکو ډېر پوځیان استولي وو، خو ومو نه ګټله.
لیکوال په افغان جګړې د امریکا لګښت ته هم اشاره کړې چې په وینا یې، د یوې اندازې له مخې، تر اوسه یو ټریلیون ډالر لګښت شوی دی.
لیکوال د یوې وروستۍ تر سره شوې څېړنې پایله هم راخیستې چې په کې ویل شوي وو، اووه پنځوس سلنه امریکایان به له افغانستانه د امریکایي پوځیانو د وتلو ملاتړ وکړي.
لیکوال اخر کې لیکي، دغه جګړه د امریکا د ملي امنیت په ګټو کې نه ده او دا داسې جګړه ده چې موږ یې د کولو اړتیا نه لرو، ګټلای یې نه شو او زغملای یې هم نه شو.



اعلان