زیات چای او د مېوو جوس ګردې تباه کوي

روغتیا

زیات چای او د مېوو جوس ګردې تباه کوي

953

د خوږ چای په ګډون خواږه مشروبات او د مېوو د جوس زیات څښل کولای شي ستاسو ګردې په ناروغۍ اخته کړي.
یوه تازه څېړنه چې د امریکا په جان هوپکنز پوهنتون کې تر سره شوې وایي چې یخ مشروبات ( یا کولډ ډرنکس لکه کوک، پیپسي او نور) ګردو ته زیان رسوي او د ګردو د ناروغیو مهم لامل دی.
یاده څېړنه په درې زره نارینه او ښځو باندې شوې ده.
څېړونکو ویلي، په مشروباتو کې د خوږو شتون د چاغ والي او ویني فشار ګواښ زیاتوي چې له امله یې په ګردو فشار زیاتېږي.
د بورې په ګډون له نورو خوږو ځان ساتل تاسو د چاغ والي، ویني فشار، شکر او د وینې د شریانونو پورې تړلو ناروغیو څخه ژغورلای شي.



اعلان