د امریکا د کانګریس غړې ولسمشر ټرمپ حرامي بللی

راپورونه

د امریکا د کانګریس غړې ولسمشر ټرمپ حرامي بللی

1082

د امریکا کانګریس ته نوې ټاکل شوې دیموکراتې استازې د امریکا ولسمشر حرامزاده بللی دی.
۴۲ رشیده طلیب چې فلسطینی الاصله امریکایۍ ده ویلي یې دي چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ دې استیضاح شي.
د فرانس پریس خبري اژانس د رپوټ له مخې، طلیب له واکه د ولسمشر ټرمپ د ګوښه کېدو غوښتنه هم کړې ده.
ټرمپ د طلیب ځواب په ټوېټر ورکړی او پوښتي یې دي، تاسو څنګه داسې یو ولسمشر استیضاح کوئ چې تر اوسه یې تر ټولو ښې ټاکنې ګټلي دي او هېڅ ناسم (کار) یې نه دی کړی.
ځینې امریکایان شکمن دي چې روسیې د امریکا د ۲۰۱۶ ز کال په ټاکنو کې د ټرمپ په ګټه لاسوهنه کړې، خو ټرمپ دا ادعاوې ردوي.
دغه راز، له میکسیکو سره په پوله د دېوال جوړولو پر سر هم له ټرمپ ځینې مخالفتونه شته.



اعلان