له امریکا وروسته چین د ټولو بمونو مور ازمویلی

راپورونه

له امریکا وروسته چین د ټولو بمونو مور ازمویلی

860

چینایي رسنۍ وایي، چین د خپل ډول د ټولو بمونو مور بم ازمویلی دی.
دا له اټومي بم وروسته له ټولو نا اټومي بمونو پیاوړی بم دی.
هغه ویډیو چې د بم جوړوونکې کمپنۍ له لوري خپره شوې په کې لیدل کېږي چې بم اور او لوګی خپروي.
بم د چین د H-6K الوتکې له لوري غورځول شوی، خو د ازموینې د وخت او ځای په اړه مالومات نه دي ورکړل شوي.
په ۲۰۱۷ ز کال کې امریکا د ننګرهار په اچین ولسوالۍ د ټولو بمونو مور کارولی و.



اعلان