په څپلکو د ټرمپ متضادې ویناوې

پام وړ

په څپلکو د ټرمپ متضادې ویناوې

216

سام موریسن د امریکا لاس انجلس کې اوسېږي او هنرمند او تصویر اخیستونکی دی.
هغه له ټوېتر څخه د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ متضادې خبرې راخیستې او د څپلکو په پورتنۍ برخه یې چاپ کړي دي.
مثلاً که په یوه څپلکه یې د ټرمپ له لوري د رسنیو د ستاینې خبره راخیستې، په بله یې بیا د غندلو او نیوکې ټویټ راخیستل شوی دی.


د دغو پلاستیکي څپلکو شمېر محدود دی.
ځینې څپلکې د سپینې ماڼۍ مخته ایښودل شوي او بیا ترې تصویر اخیستل شوی دی.
موریسن له Dezeen سره خبرو کې ویلی، غوښتل مې خلکو ته دغه دوه مخي (منافقت) ور وښیم.
په ټویټونو کې له ولسمشرۍ وړاندې هم د ټرمپ ټویټونه راخیستل شوي او بیا له ولسمشرۍ وروسته د ټرمپ له دریځونو سره په څپلکو خپاره شوي دي.



اعلان