ټرمپ ته د هند غبرګون: مسخرې مه کوه، افغانستان سره مو درې میلیارده ډالر مرسته کړې

راپورونه

ټرمپ ته د هند غبرګون: مسخرې مه کوه، افغانستان سره مو درې میلیارده ډالر مرسته کړې

671

ګڼو پخوانیو او اوسنیو هندي چارواکو او مشرانو د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري د هند د لومړي وزیر نرېندرا مودي مسخره کولو ته غبرګون ښودلی.
ټایمز اف انډیا د حکومتي سرچینو له قوله لیکلي چې افغانستان سره د هند مرسته له درې میلیاردو ډالرو اوړي.
د هند د ګانګریس ګوند مشرانو هم له ټرمپ غوښتي د مودي مسخره کول بند کړي او افغانستان کې د هند لویو مرستو ته خپل پام واړوي.
د کانګریس ګوند ویاند سورجیوالا په خپل ټوېټر لیکلي، د پخواني لومړي وزیر من موهن سنګ د واکمنۍ پر مهال مو افغان پارلمان جوړ کړ. هغه زیاته کړې، موږ له خپلو افغان وروڼو او خویندو سره یو یو.
د کانګریس ګوند وتلي غړي شاشي تهرور د امریکا ولسمشر ته په افغانستان کې د هند د لویو مرستو یادونه کړې. هغه لیکلي، موږ درې میلیارده ډالر لګولي، خو امریکا خبره نه ده.
"کابل ته مو څلور ویشت ساعته برېښنا راوړه، د زرنج-دلارام سړک، روغتون او ښوونځي مو ورغول، سلما بند او پارلمان مو جوړ کړل."
تهرور زیاته کړې، موږ باید افغانستان کې په خپل رول وویاړو.
د کانګریس ګوند مشرې سونیا ګاندي ته نږدې کس احمد پټېل بیا ویلي، هیله ده حکومت (امریکا ته) ټینګ ځواب ووايي.
د یادونې وړ ده چې ټرمپ وړمه ورځ ویلي وو چې مودي راته څو ځلې افغانستان کې د یوه کتابتون د جوړولو یاده کوله او تمه یې درلوده چې مننه یې وکړم.
ټرمپ زیاته کړې وه، زه نه پوهېږم چې دا کتابتون به څوک کاروي؟.



اعلان