هړپه / صفیه حلیم

د پرون کيسه

هړپه / صفیه حلیم

87

په ۲۰۰۵ م کی د پاکستان د پنجاب ايالت د کلتور وزارت د ساهيوال په ضلع نه دويشت ميله جنوب لوېديځ کی د يو تفريحي پارک په جوړولو لاس پوری کړ. ددی پلان د لرغون پوهانو لپاره د خواشينۍ وړ و ځکه هلته د يو لرغوني ښار کنډوالې موندل شوې وې.
په ۱۹۲۰ م کی د انگرېز پلټونکو يوی ډلی په لومړي ځل هلته د یو پخواني تمدن نښې پیدا کړې او دغه ته يې د اباسين (سنده يا انډس) تمدن نوم ورکړو. د پارک د جوړولو لپاره يې کله چې زمکه وکيندله نو دلته د خټو بې شمیره توکی يې وموندل. هغه وخت د پاکستان نامتو لرغون پوه احمد حسن داني د کلچر وزارت ته خواست وکړو چې دغه سیمه “هړپه” (هړاپه تلفظ) دی ملي او ژغورلې سیمې په توگه خوندي کړي. هم هغه وه چې د دې د ساتنې کار پېل شو.
د هړپه لرغونی ښار د اباسين په غاړه د ۲۶۰۰ ق.م نه تر ۱۶۰۰ق.م اباد و. دلته موندل شويو توکو په ټول هند کې څاری نه لرلو. يواځی د عراق جنوبي مېسو پوټيميا، مصر او چين د هغه وخت تمدنونو ورسره سیالي کولې شوه.
د هړپه ښار د يو منظم پلان له مخې د دائری په شکل کی دری ميله علاقه کی جوړ و. د دې په لارو کوڅو کی پخی خښتې کارول شوې دي او د هرې کوڅې په سر کی يوه څاه جوړه ده. هر کور يې حمام او چړچوبۍ لري او د ښار تر ټولو لویه وداني هغه گودام و، چې غله به پکی ساتل کيده. دلته د وزن لپاره د گچو معياري ټيکۍ (تختې) کاریدې چې د پاسه پرې يوه ژبه ليکل شوی ده. دغسې ټیکۍ د میسوپوټیمیا نه رابرسیره شوي وې. په هړپه کې د مسو او برونزو نښی هم پیدا شوې خو اوسپنه پکی نه وه. دا ښایی چې دا ځای د برونزو په دوره کې اباد و. د پنبې (پخت) نه د ټوکر جوړلو او هغې ته د رنگ ورکولو نښې هم وې. خلکو به غنم، وريژې، ترکاري، او میوې کرلې. له هړپه لوې سړکونه نورو ښارونو لکه ملتان ته ورغلي و او په ښار کې د مسافرو لپاره سرايونه ښایی چې دا هغه وخت یو لوی او پرمخ تللې تجارتي مرکز و.
ددی لرغوني ښار رابرسېره کونکي انگرېز سرجان مارشل هم هغه کال د اباسين پر پخوانۍ لارې يو بل ښار هم وموندلو چې موهنجو ډارو (د مړو غونډۍ) په نوم شهرت لري. دلته هم د هړپه په څېر ډېر لرغوني توکي وموندل شول او د پوره ښار نخښې رابرسېره شوې. په ورپسې کلونو کې د اباسین په دواړو غاړو د لویو او وړو ښارونو اثار موندل کیده او ورو ورو د څېړنو لمنه پراخه شوه.
د اباسين په مناسبت د دغو ښارونو تمدن ته د انډس تمدن نوم ورکړې شو.
د شلمی پېړۍ په وروستيو کی فرانسوي لرغون پوهانو د بولان سيند د زړی لارې په سر هم د يو ښار په کنډوالو څېړنی وکړې چې مهر گړه نوميږي. د دی ځای د گچ د لوښو او د خاورې په کاربن تحليل جوته شوه چې په مهرگړه کی خلکو په ۷۰۰۰ ق.م کی دا لوښي جوړ کړي و. په دی لوښو مارغان او د نورو ځناورو شکلونه جوړ دي. ددی موندني سره د انډس د تمدن په اړه شوي څېړنې زړې وگرځېدې او لرغون پوهان د لسو زرو کالو مودی ته په کتلو دی نتيجې ته ورسيدل چې نوری څېړنی هم پکار دي. تر اوسه معلومه نه شوه چې د گچو په خښتو لیکل شوی ژبه څه وه.
د هړپه په شان د هغه وخت نورو ښارونو لکه د بلوچستان “رڼا غونډۍ، پیریانو غونډۍ” او د افغانستان د جنوب “منډیګک” نه موندل شوي توکي ښایی چې د دغو ځایونو خلکو ۱۰ زره کاله پخوا یو ګډ تمدن لرلو. عجیبه خبره دا ده چې په هړپه کې د جنګ یا د ورانۍ نښې نه لیدل کېږي. لرغون پوهان په دې اړه دوه مفکورې لري. یوه دا چې ممکن د سیمې خلکو د یرغلګرو د حملې یا د وبا نه ځان ژغورلو لپاره ترې کډه وکړه. بله دا چې ممکن په اباسین کې سیلاب راغلو او خلک له ښارونو ووتل. اوس په ۲۱ پېړۍ کې دریمه مفکوره هم وړاندې شوه چې ممکن دغو خلکو د وچکالۍ د لاسه ختیځ ته مخه کړه او د هند ګجرات په ساحلونو يې واړول.

د خپریدو نېټه- ۴ جنوری ۲۰۱۸ م

د لیکوالې له بلاگ څخه په مننې



اعلان