د ایران پلازمېنه یوه سخت بد بوی نیولې

راپورونه

د ایران پلازمېنه یوه سخت بد بوی نیولې

491

د ایران پلازمېنه تهران یوه ډېر بد بوی نیولې، خو چارواکي وایي د اندېښنې وړ خبره نه ده.
رپوټونه وایي، چارواکو د چار شنبې په ورځ په همدې اړه یوه بېړنۍ غونډه هم کړې ده.
بل خوا، د تهران زرګونو اوسېدونکو په ټولنیزو شبکو له دغه بوی څخه شکایت کړی. ځینو د سلفر او ځینو د کبانو بوی بللی دی.
د بوی دغه خبر، چې ډېر خلک ترې سر ټکوي او وتلو ورځپاڼو یې رپوټ خپور کړی، تر اوسه یې د خپرېدو سرچینه مالومه شوې نه ده.
ځینو خلکو ویل چې دا بوی د ښار په انقلاب څلور لارې کې د فاضله مواد د یوه پایپ د شلېدلو له امله دی، خو د تهران ښاروالۍ یوه چارواکي ویلي چې کوم پایپ نه دی شلېدلی.
چارواکي خلکو ته وایي چې د بوی په اړه اندېښنه و نه کړي، خو خلک په چارواکو نیوکه کوي او وایي چې دغه مسلې ته باید پام وکړي.



اعلان