دينداره ښځه نکاح کړه!

اسلام

دينداره ښځه نکاح کړه!

335

نکاح کول په اسلامي شریعت کې یو خورا نیک عمل دی، قران او سنتو کې پرې پوره تاکید شوی، نیم ایمان ګڼل شوی، په ځینو حالاتو کې واجب شمېرل شوی او په ځینو کې دمندوب حکم ورکړ شوی، ترڅلورو ښځو پورې یوه سړي ته الله پاک د نکاح کولو اجازت ورکړی په دې شرط چې مالي او جنسي طاقت يې وي، او خوراک، څښاک، لباس او مسکن کې يې د انصاف څخه کار اخستونکې وي، که نه نو په یو ښځه قناعت کول پکار دي. 
د رسول اکرم څخه د دیندارو ښځو په غوره کول کې ډېر ارشادات او لار ښوونې شوي. زه به په لاندې ډول په دې هکله څو ترغیبي احادیث ذکر کړم،
لومړي حديث: عن عبدالله بن مسعود. قال، قال رسول الله (یا معشر الشباب من استطاع منکم الباعة فلیتزوج فانه اعض للبصرواحص للفرج، ومن لم یستطع فعلیه بالصوم فانه له وجاء)رواه البخاري. 
ژباړه: د عبدالله بن مسعود. څخه روایت دی ویلي دي چې رسول اکرم فرمايلي،
ای د ځوانانو ټولګیه، د چاچې د نکاح کولو قدرت وي نو نکاح دې وکړي، ځکه نکاح د سترګو د ساتلو او د شرمګاه د مصئونیت لپاره اهمه وسیله ده، او څوک چې طاقت نه لري، پر ده لازم ده چې روژه ونیسي، ځکه دا روژه نیول د شهوت د ماتولو لپاره علاج دی. 
یعنې څوک چې د نکاح کولو مادې او معنوي قدرت لري نو لازم ده پرې چې نکاح وکړي، ځکه په نکاح سره د هغه سترګې حرامو ته د کتو نه بندیږي او شرمګاه يې د فحشاء څخه محفوظ پاتې کېږي. او څوک چې نکاح په اړه د مصارفو طاقت نه لري، هغه باندې لازمه ده چې د خپل شهوت د ماتولو لپاره روژه ونیسي ترڅو په زنا کې پرې نه وځي. 
په حدیث کې خطاب له دې امله ځوانانو ته شوی چې په هغوی باندې د زیات شهوت درلودلو ګمان کېږي او په زنا کې د واقع کېدو ویره ترې کېږي، که نه نو حکم عام دی او ټولو هغو کسانو ته شامل دی چې د نکاح کولو طاقت يې وي که څه هم د ځوانې مرحله (۳۰) کاله اړولې وي. او دا په تجربه ثابته شوی چې روژه نیول شهوت کمه وي او د الله په فضل د فحشاء څخه مخنیوي کوي، او د دې غریزي د شر څخه يې الله پاک ساتي. 
له دې حدیث څخه دوه مهم څیزونه او دهغې ګټې هم راته څرګندې شوی،
۱: د قدرت په حالت کې نکاح کول ځکه دا د سترګو د حفاظت لپاره د حرامو له لیدو څخه مهمه ذریعه ده، او د شرمګاه لپاره د فحشاء څخه د ژغورنې خورا ښه وسیله ده. 
۲: د نکاح کولو د قدرت نه لرلو په صورت کې روژه نیول، ځکه چې روژه نیول د یوې خوا ثواب او نیک عمل دی او د بلې خوا د شهوت د کنترولولو او د فحشاء م. لپاره د علاج یوه مجربه نسخه هم ده. 
دویم حديث: عن ابی هریرة. قال، قال رسول الله ص،
(ثلاثة حق علی الله عونهم، المجاهد فی سبیل الله ، والمکاتب الذی یرید الاداء، والناکح الذی یرید العفاف) رواه الترمذي. 
ژباړه: د حضرت ابو هریرة. څخه روایت دی ویلي دي، رسول الله فرمايلي، درې کسان دي چې واجب کړي الله په ځان باندې مرسته د دوی د الله په لار کې مجاهد، هغه غلام چې بادار ورسره د روپو په مقابل کې د ازادئ عقد کړی وي او دې هغه ته د روپو ورکولو اراده لري او هغه نکاح کونکی چې په نکاح سره د خپل ځان د پاک ساتلو قصد لري. 
په دې مبارک حدیث کې رسول الله درې کسه په ګوته کړي چې د هغوی په نسبت الله د مرستې کولو کلکه وعده کړی، او هغه کسان دا دي،
۱: هغه څوک دی چې د الله په لاره کې د هغه د دین د لوړتیا په خاطر په پوره اخلاص او قوي عزم سره جهاد ته ولاړ شي. نو ده سره د الله مرسته خامخا کېږي، یا به يې ژوندې غازي د غنائمو سره راګرزوی، او یا به يې د الله په لاره کې شهادت په برخه کوي، او دا دواړه د الله له خوا له ده سره یو دول مرسته ده، ځکه غازیتوب او شهادت دواړه داسې نعمتونه او ښکلې القاب دي چې هر چا ته نه میسر کېږي، بلکې د هغه چا به په برخه کېږي چې د الله مرسته ورسره وي. 
۲: هغه مکاتب چې د خپل کتابت د بدلې ادا کولو خورا کلک عزم او قوي اراده ورسره وي. او مکاتب هغه غلام ته ویل کېږي چې بادار (سید) ورسره د معلوم مقدار پیسو په بدل کې د ازادئ (عتق) او حریت عقد کړی وي. 
اوس وخت کې دا ډول کسان لله الحمد نشته، د دوی پر ځای کولای شو د پیسو په مقابل کې خدمتګاران (مزدوران) او قرض داران د مثال په توګه ذکر کړو په دې مفهوم چې که یوه چا خپل مزدور ته یو موټې پیسې د قرض په توګه ورکړي او هغه سره يې د ادا کولوپخه اراده وه نو بېشکه الله پاک د هغه سره پّه دې کار کې مرسته کوي او هغه ته د قرض د ادا کولو توفیق ورکوي، او همدارنګه د قرض دار حکم هم دی هر قرض دار سره چې د ورکولو قوي عزم وی نو الله پاک ورسره په دې هکله پوره مرسته کوي. 
لکه چې مخکې د پور وړي موضوع کې په دې برخه کې یو څه بیان هم ذکر شوی. 
۳: هغه واده کوونکې چې په خپل واده سره د خپل عفت او پاک ۍ د حفاظت اراده لري او خپل واده د ګناه څخه د بچکولو او د انساني نسل د بقاء لپاره وسیله ګرزوی، یواځې د جنسی غزیزي او حیواني خواهشاتو پوره کول يې هدف نه وي. نو داسې کسانو سره هم الله پاک د خپل شرعي مقصد د سرته رسول و په برخه کې مرسته کوي او د دوی په مخ کې پراته مشکلات ورته اسانه وي او خنډونه او موائع ورڅخه پورته کوي. 
دا د الله له لوري د دوی سره وعه او الله پاک هېڅکله د خپلې وعدی خلاف ورزي او د هغې څخه سرغړونه نه کوي (ولن یخلف الله وعده) سورة الحج /۴۷. 
درېيم حديث: عن عبدالله بن عمروبن العاص. ان رسول الله قال، 
(الدنیا متاع، وخیر متاعها المراة الصالحة) رواه مسلم. 
ژباړه: د حضرت عبدالله بن عمرو بن العاص. څخه روایت دی چې رسول اکرم فرمايلي دنیا (ټوله) ګټه (فائده) ده، او ښه ګټه یی نیکه ښځه ده. 
ځکه په دې سره انسان ته جسمي او روحي تسکین حاصلیږي، ژوند يې نیکمرغه کېږي، یو د بل سره د مینې او محبت وسیله ګرځي، او بالاخره د ښځې او خاوند دواړو د اختلاط څخه انساني نسل په دنیا کې خپریږي، لکه چې الله پاک د سورة النساء په (۱) ایت کې ارشاد فرمايلې (یا ایها الناس اتقوا ربکم الذی خلقکم من نفس واحدة وخلق منها زوجها، وبث منهما رجالا کثیرا ونسا‌ء) ای خلقو وویریږئ له رب خپله هغه (رب) چې پیدا يې کړيې تاسې له یوه نفسه څخه او پیدا يې کړه له دې نفسه جوړه د ده او خواره يې کړل له دې دواړو څخه سړي ډېر او ښځې (ډېرې). 
او په همدې(نکاح) سره د یوه مسلمان نیم ایمان پوره کېږي او سړې ورباندې د ډېرو بدو کارو څخه منع کېږي، له همدې لامله ورته د دنیا خورا ښه ګټه ویل شوی ده. 
څلورم حديث: عن انس. ان رسول الله قال،
من رزقه الله امراة صالحة، فقد اعانه علی شطر دینه، فلیتق الله فی الشطر الباقي) رواه الحاکم. 
ژباړه: د حضرت انس. څخه روایت دی چې رسول اکرم فرمايلي،
چا ته چې الله پاک صالحه ښځه روزي کړه، نو الله پاک د ده مرسته په نیم ایمان سره وکړه، و د الله څخه دې د نیم نور ایمان په حاصلو کې وه ویریږي. 
یعنې چاته چې الله د نکاح کولو توفیق ورکړ او شرعي نکاح يې وکړه. نو د الله په مرسته د ده نیمايې ایمان پوره شو، نو له دې وروسته پرې لازم ده چې د پاتې نیم ایمان په حاصلو کې د الله څخه وه ویریږي، د هغه څخه مدد وغواړي تر څو د پاتي نیمايې ایمان په لاسته راوړلو کې هغه ته توفیق ورپه برخه کړي، او ټول ایمان يې پوره شي او بالاخره جنت ته د ننوتو جوګه شي. 
پنځم حديث: عن ابی سعید الخدري. قال، قال رسول الله ص،
(تنکح المراة علی احدی خصال، لجمالها، ومالها، وخلقها، ودینها، فعلیک بذات الدین والخلق تربت عینک) رواه احمد، وابن حبان فی صحیحه. 
ژباړه: د ابو سعید الخدري. څخه روایت دي ویلي دي چې رسول الله فرمايلي، ښځه په یوه د څو خصلتونو (وجو) په نکاح کېږي، د ښائست له وجې، او د مال له وجې، او د اخلاقو له وجې، او د دین له وجې، نو لازم دې پر تا (ای مخاطبه) د دین او د ښو اخلاقو خاونده، ښي لاس دې په خاور ککړ شه. 
دې مبارک حدیث کې رسول پاک د ښځې د نکاح کولو څلور مهم اسباب ذکر کړی او هغه دا دې، 
۱: ښائست یعنې هر څوک کوښښ چې خپل ځان، زوی یا ورور ته داسې ښځه په نکاح کړی چې ښائسته او ښکلې وي، په بدن روغه، او له رنګه هم پیمخې وي. 
۲: مال دا هم د ښځې په غوره کولو کې رول لري، هغه ښځه چې د ښائست سره مال هم لري عادةً د هغې ښځې څخه چې ښائست که څه هم لري خو له فقیرې کورنې څخه وي غوره ګڼل کېږي او خلک يې خو ښوي. 
۳: اخلاق یعنې هغه ښځه چې د نیکو او ښو اخلاقو لرونکي وي هغه هم خلک زیاته خوښوي د هغې ښځې په نسبت چې بدخویه، تروه ترخه او جنګیر که وي. 
۴: دینداري په دې معنې کومه ښځه چې دیندار وي، تقوی او پرهیز ګاري لري، حیاناکه او پرده دار وي نو هر څوک يې خوښوي او کوښښ کوي چې خپل ژوند کې يې د ځان ملګري وګرزوی. 
د حدیث په اخر کې رسول الله امر کړی چې کوښښ وکړئ چې دینداره او د ښو اخلاقو لرونکې ښځه وکړئ، او مخاطب ته يې دعا هم کړی چې الله دې مال زیات کړه. 
په دې ذکر شو څلورو خوبونو کې روستی دواړه (اخلاق او دین) خورا ډېر مهم دی ځکه رسول کريم خپل امت د هغو ښائسته ښځو د نکاح کولو څخه ویره ولې کومي چې په بې دینه او بد اخلاقه کورنۍ کې لوی شوی وي، او داسې هم فرمايلي، چا چې کومه ښځه صرف او صرف د مال له کبله په نکاح کړه الله به يې فقر نور هم زیات کړي او دا ئي هم فرمايلي، چا چې ښځه یواځې او یواځې د حسب له وجې په نکاح کړه، دې به نور هم ټیټ او ذلیل کړي. 
نو د دې او داسې نورو احادیثو څخه په واضحه توګه څرګندیږي چې د ښځې په نکاح کولو کې ترټولو غوره او اهم څیز دینداري او ښه اخلاق دي، او د داسې ښځو په لټون او لاسته راوړولو کې رسول پاک پوره پوره تاکید کړي ان تردې چې فرمايلي دي (ولامة خرماء سوداء ذات دین افضل) او خامخا وینځه سوری مخې (چوچکي) سوری غوږي، تکه توره، خو چې دینداره وي ډېره بهتره ده د هغې ښځې چې بې دینه ښائسته، یا بې دینه مالداره، او یا بې دینه نسب داره وي. او د یوه روایت په اخر کې دا هم فرمايلي، (فاظفر بذات الدین تربت بذاک) یعنې د دیندار په پیدا کېدو ځان کامیاب کړه دواړه لاسونه دي خړشه.



اعلان