چینایي شنوونکی: افغانستان د امپراتوریو هدیره ده، چین به د افغانانو ملګرتیا وکړي

نظر او تحليل

چینایي شنوونکی: افغانستان د امپراتوریو هدیره ده، چین به د افغانانو ملګرتیا وکړي

1006

د چین د ساوت ویسټ پوهنتون د ایراني مطالعاتو د مرکز مشر وایي، له افغانستانه د امریکایي پوځیانو وتل به چین او اسلام اباد ته نوي چلېنجونه رامنځته کړي.
جې کیون له یوې روسي رسنۍ سره خبرو کې ویلي، چین به د افغانستان د سیاسي پخلاینې ملاتړ ته دوام ورکړي.
د جی په وینا، چین به د پاکستان له لارې د تېرېدونکي اقتصادي دهلېز له امله د افغانستان له ګاونډیو سره همکاري وکړي.
چین په پاکستان کې د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز یا سي پېک باندې شاوخوا شپېته میلیارده ډالر پانګونه کوي چې دا د چین د یو کمر بند-یو لار د سترې نړیوالې اقتصادي پروژې برخه ده.
جی وایي، چین به د افغانستان په اقتصادي بیا رغونه کې زیاته برخه واخلي.
دی وایي، افغانستان د امپراتوریو هدیره بلل کېږي. لیکوال د برتانیې، پخواني شوروي اتحاد او امریکا نومونه اخیستي.
شنوونکی وایي، نو چین به دا درسونه په پام کې لري او د افغان ولس په تړاو به د ملګرتیا احساسات ولري او د افغان ټولنې د ټولو اړخونو ملاتړ به وکړي.
داسې ویل کېږی چې امریکا له افغانستانه د وتلو پلان لري.
چین د افغان حکومت سربېره له طالبانو سره هم اړیکې لري. طالبان هم تاییدوی چې پلاوي یې چین ته سفر کړی او په ځینو مسایلو یې ور سره خبرې کړي دي.



اعلان