ټرمپ ته غبرګون: روسان وایي شوروي افغان جهاد نه بلکې شوروي مشرانو له منځه ویوړ

راپورونه

ټرمپ ته غبرګون: روسان وایي شوروي افغان جهاد نه بلکې شوروي مشرانو له منځه ویوړ

990

روسي رسنیو کې د امریکا د ولسمشر د پخواني شوروي اتحاد د له منځه وړلو په اړه وروستیو څرګندونو ته بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي.
ډونلډ ټرمپ د کابینې غونډه کې ویلي وو، افغان جګړې له شوروي روسیه جوړه کړه. د هغه موخه د شوروي پاشل کېدل و.
سپوتنیک رسنۍ د ټرمپ د څرګندونو په اړه د ځینو روسانو غبرګون راخیستی.
یوه تن لیکلي، افغان-شوروي جګړه په ۱۹۸۹ ز کال کې پای ته ورسېده، خو شوروي په ۱۹۹۱ ز کال کې د خپلو دوکه کوونکو شرابي مشرانو له امله له منځه لاړه.
یوه بل تن بیا د پخواني مشر میخایل ګورباچوف نوم اخیستی. درېیم کس هم ګورباچوف د شوروي د له منځه وړلو لامل بللی او په وینا یې، شوروي له بهر څخه نه بلکې له داخل څخه له منځه لاړه.
پخواني شوروي اتحاد په ۱۹۷۹ ز کال په افغانستان برید وکړ او په ۱۹۸۹ ز کال ووتل.
شاوخوا پنځلس زره پوځیان یې ووژل شول او زرګونه نور ټپیان شول.



اعلان