مولانا ابو الکلام آزاد او کنداری ملا

نظر او تحليل

مولانا ابو الکلام آزاد او کنداری ملا

608

مولانا ابو الکلام آزاد ليکي:
غالبا د ۱۹۱۸م کال د دېسمبر يوه شپه وه. زه نظر بند وم. د ماخوستن لمونځ مې وکړ او له جوماته د کور خواته روان شوم. داسې مې حس کړه چې کوم څوک مې څاري. شاته مې وکتل. متوجه شوم چې يو څوک په څادر کې نغښتی ولاړ دی.
ترې مې وپوښتل:
- له ما څه غواړې؟
- هو صاحب، زه له ډېرې لرې سيمې راغلی يم.
- له کوم ځايه؟
- له سرحدونو هاخوا.
- دلته کله راورسېدې؟
- نن ماښام راورسېدم. زه ډېر غريب سړی يم. له کندهاره په پښو کوټې ته لاړم. هلته له څو وطنوالو سوداګرو سرو سره مخ شوم. هغوی سره مزدور شوم او تر اګرې ورسېدم. له اګره سيمې څخه تر دې ځايه په پښو راغلی يم.
- دا دې څومره ستونزې ګاللي؟
- دا د دې له پاره چې د پاک قران په ځينو ځايونو ځان پوه کړم. ما د الهلال او البلاغ مجلو هر حرف لوستی دی.

مولانا آزاد زياتوي:
دا سړی تر څو ورځو پورې راسره پاتې شو. بيا يو دم غيب شو. هغه د تلو پر مهال ځکه راسره خدای پاماني ونه کړه، چې نه يې غوښتل زه د تلو پيسې ورکړم. هغه نه غوښتل زما د اوږو بار شي. دې کې شک نه شته چې د بېرته تلو ډېر مزل به يې په پښو کړی وي.
د هغه نوم مې نه دی زده، له دې هم نه يم پوه چې هغه به ژوندی وي که نه؛ خو د «ام الکتاب» په نامه د فاتحې سورت د تفسير کتاب هغه ته ډالۍ کوم.



اعلان