پاکستان کې د افغانانو په ازاد ګرځېدو بندیز لګول شوی

افغانستان

پاکستان کې د افغانانو په ازاد ګرځېدو بندیز لګول شوی

3903

د پاکستان د ایمیګریشن ادارې د افغانستان نوم د هغو هېوادونو له لېسته ایستلی چې تبعو ته یې په هوایي ډګر کې په کوزېدو د ویزې لګولو اسانتیا شته.
ایکسپریس نیوز لیکلي، اوس پاکستان کې د افغانانو په ازاد نقل و حرکت بندیز لګول شوی. چارواکو یې لامل امنیتي ګواښونه ښودلي دي.
افغانان چې اوس پاکستان ته ځي، نو قانون نافذوونکو ادارو سره به ځان ثبتوي او مالومات به یې ځایي پولیسو ته هم ورکول کېږي.
چارواکو د امنیتي ګواښونو په اړه نور مالومات نه دي ورکړي.



اعلان