ټرمپ ته د حکومت غبرګون: پخوانیو امریکایي مشرانو له شوروي ضد افغان جګړې ملاتړ کړی و

افغانستان

ټرمپ ته د حکومت غبرګون: پخوانیو امریکایي مشرانو له شوروي ضد افغان جګړې ملاتړ کړی و

648

ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ) د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې ویلي یې دي، په افغانستان د شوروي یرغل سم و.
ټرمپ پرون د کابینې غونډه کې وویل، د شوروي یرغل ځکه سم و چې له افغانستانه روسیې ته ترهګر ورتلل.
ارګ په یوه اعلامیه کې ویلی، افغانانو د شورویانو پر ضد سپېڅلی جهاد کړی او ملګرو ملتونو او د ۳۴ اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو دغه یرغل غندلی و.
اعلامیه کې ټرمپ ته د ور یادولو په بڼه ویل شوي، له یرغل وروسته د امریکا ټولو ولسمشرانو دا یرغل غندلی و او د افغانانو د جهاد ملاتړ یې کړی و.
اعلامیه وایي، د جهاد په دوران کې افغانانو نورو هېوادونو ته هېڅ ګواښ نه و متوجه کړی او نه یې ځانمرګي بریدونه کول.
اعلامیه کې زیاته شوې، د څرګندونو او د یوه هېواد د رسمي پالیسیو تر منځ توپیر موجود وي، نو ځکه موږ د امریکا له حکومته د یو شمېر پالیسیو په اړه وضاحت غوښتی دی او تمه لرو چې نږدې راتلونکې کې به شریک کړي.
ټرمپ په خپلو خبرو کې دا هم ویلي چې امریکا له افغانستانه شپږ زره میله لرې ده او روسیه، هند او پاکستان دې هلته جګړه وکړي.
ځینې کسان ټرمپ نه اټکلېدونکی شخص ګڼي، ځکه نو د افغانستان په تړاو بېلابېلې او کله خو د تمې خلاف څرګندونې کوي.



اعلان