"امریکا راتلونکو ۱۲ میاشتو کې ۷ زره پوځیان وباسي"

راپورونه

217

امریکایي میلیټري رسنۍ د یوې سرچینې له قوله لیکلي، افغانستان کې د ناټو ځواکونو مشر جنرال سکاټ مېلر پلان لري چې د راتلونکو اتو او دولسو میاشتو تر منځ له افغانستانه نیمایي پوځیان وباسي.
اوسمهال افغانستان کې څوارلس زره امریکایي پوځیان مېشت دي چې تر ډېره د افغان ځواکونو په روزنه بوخت دي.
رپوټ زیاتوي، خو د ځانګړو عملیاتو قطعه به افغانستان کې پاتې شي څو د وسله والو پر ضد عملیات وکړي.
"موږ به افغانستان کې برید کوونکی ځواک ولرو."
خو د امریکا پوځي چارواکي وایي، دفاع وزارت تر اوسه د پوځ د ایستلو امر نه دی ترلاسه کړی.
وړاندې رپوټونو کې ویل شوي وو چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ پوځي چارواکو ته امر کړی څو له افغانستانه د پوځ د ایستلو پلان جوړ کړي.
وروسته سپینې ماڼۍ دا رپوټونه رد کړل.



اعلان