له تاریخه بې خبره امریکایي ولسمشر

راپورونه

له تاریخه بې خبره امریکایي ولسمشر

386

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کابینې غونډه کې د افغانستان په اړه ځینې تازه څرګندونې کړي.
د یو ایس ای ټوډی د رپوټ له مخې ټرمپ ویلي، روسیه شوروي اتحاد و او افغانستان و چې روسیه یې ترې جوړه کړه.
ښایي د ټرمپ موخه به د افغان جګړې پایله کې د شوروي اتحاد ماته وي.
ټرمپ په ۱۹۷۹ ز کال کې په افغانستان د شوروی اتحاد یرغل سم بللی، ځکه په وینا یې، ترهګر به روسیې ته ورتلل.
ټولنیزو شبکو کې د ټرمپ په دغه څرګندونه یو ډول ملنډې وهل شوي او دا یې له تاریخه د هغه بې خبري ښودلې ده.
هم د امریکا له سیاسته او د افغانستان له تېرې وضعې. ځینې وایي، ټرمپ د چیچنیا پر ځای د افغانستان نوم اخیستی.
د یادونې وړ ده چې هغه مهال د امریکا حکومت د شوروي مخالفو افغانانو (جهادیانو) ته مرستې ورکولې. هغه مهال امریکا دغه برید سخت غندلی و.



اعلان