د امنیت شورا سلاکار او دفاع وزیر په احتمالي اور بند خبرې کړي

افغانستان

د امنیت شورا سلاکار او دفاع وزیر په احتمالي اور بند خبرې کړي

654

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب نن مازیګر د دفاع سرپرست وزیر سره کتلي او په بېلابېلو موضوعاتو یې خبرې کړي دي.
د امنیت شورا له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، دواړو مشرانو د ځواکونو په غوره تجهیز او د دې تر څنګ یې پر اور بند خبرې کړي دي.
د اعلامیې له مخې، د دښمن د ځپلو په اړه هم خبرې شوي دي.
دا د طالبانو او امریکایانو له مخامخ خبرو وروسته لومړی ځل دی چې حکومت د احتمالي اور بند په تړاو څرګندونې کوي.
موده وړاندې رپوټونو کې ویل شوي وو چې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکایانو له طالبانو سره د اور بند په اړه خبرې کړي، خو طالبانو دغه رپوټونه رد کړي وو.
که یوه اور بند باندې توافق کېږي، نو دا به دویم اور بند وي.
وروستیو کې د افغان ځواکونو او ملکي وګړو په مرګ-ژوبله کې زیاتوالی راغلی.
د رپوټونو له مخې، ډسمبر میاشت کې له ۱۸۰ زیات ملکي وګړي وژل شوي.
مرګ-ژوبله هغه څه دي چې عام افغانان او نړیوال سازمانونه یې اندېښمن کړي.



اعلان