د هېکرانو یوه وتلې ډله وایي، که غوښتنه مو و نه منل شي، نو د ۹/۱۱ واقعیتونه څرګندوو

پام وړ

د هېکرانو یوه وتلې ډله وایي، که غوښتنه مو و نه منل شي، نو د ۹/۱۱ واقعیتونه څرګندوو

2368

د هېکرانو یوې وتلې ډلې the Dark Overlord ګواښ کړی، که غوښتنه یې و نه منل شي، نو د ۲۰۰۱ ز کال د سپتمبر د یوولسمې د بریدونو په اړه به رښتیا څرګند کړي.
دوی په یوه بیان کې ویلي، دوی ته دې په Bitcoin پېسې ورکړل شي.
بېټکوین د انلاین پېسو سوداګري ده.
ار ټي په خپل رپوټ کې د یادې هېکرې ډلې د بیان له قوله لیکلي، که غوښتنه یې نه منل کېږي، نو هغوی به هغه پټ اسناد خپاره کړي چې د بیمې او حکومتي ایجنسیو څخه یې غلا کړي دي.
د یادې ډلې بیان په ټوېټر او د pastebin په نوم وېب سایټ خپور شوی دی.
دوی ویلي، موږ به د سپتمبر د دسیسو په اړه د خپلو اتلس زره اسنادو په لیک (خپرولو) سره ډېرو پوښتنو ته ځواب ووایو.
د سپتمبر په بریدونو کې شاوخوا ۳۵۰۰ کسان وژل شوي وو، خو د دغو بریدونو په اړه ډول ډول تیوریانې شته.



اعلان