"له افغانستانه د پوځ ایستلو وخت دی، په طالبانو پوځی بریا ناممکنه ده"

راپورونه

359

نیویارک ټایمز له افغانستانه د امریکایي پوځیانو د ایستلو په اړه یو مقاله خبره کړې.
د مقالې سرلیک "له افغانستان څخه د وتلو وخت دی" دی.
لیکوال هغه رپوټونو ته اشاره کړې چې ویل کېږي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ به راتلونکی اوړی له افغانستانه اووه زره امریکایي پوځیان وباسي. لیکوال روبرټ کپلان وایي، دې رپوټونو د ټرمپ د ټکاني چلند په اړه ځینې اندېښنې راولاړې کړي، خو زیاتوي د پوځ راکمول حتمي دي.
د لیکوال په وینا، ژر به د دې وخت راشي چې امریکا له افغانستانه ووځي.
مقاله وایي، واقعیت دادی چې په طالبانو د پوځي بریا ترلاسه کولو شونتیا نه شته.
مقاله زیاتوي، چین، هند، پاکستان او ایران په افغانستان یا افغانستان ته نږدې د انرژۍ او معدنو د کېندنو سیالۍ کوي، خو ښکاري چې امریکا افغانستان کې لږ سوداګریز راتلونکی لري او دا په داسې حال کې چې امریکا په افغانستان کې هر کال ۴۵ میلیارده ډالر لګوي.
لیکوال یو ځای لیکی، امریکا پر افغان ماموریت دومره لګښت کوي چې ښایي یوازې سټراټېژیکو سیالانو سره یې مرسته کوي.



اعلان