مار چونګښې ژغوري

پام وړ

مار چونګښې ژغوري

313

د استرالیا د ملبورن ښار په یوه کرونده کې د شپې مهال یو مار د چونګښو په ژغورل کېدو لیدل شوی.
دغه مار کروندګر پال موک لیدلی او ویډیو یې هم ترې کړې ده.
سیمه کې سخت سېلاب راغلی و چې اوبه یې د چونګښو پټنځایونو ته ننوتې وې.
داسې ښکاري چې مار له چونګښو سره مرسته کوي او خوندي ځای ته لېږدوي.
موک ویلي، په کرونده کې مې زرګونه چونګښې شته.
دغه ډول ماران چونګښې خوري، خو د موک شوې ویډیو کې ښکاري چې مار یې د خوړلو پر ځای خوندي ځای ته لېږدوي.



اعلان