قطر: په سعودي کې داسې يو کس هم نه شته چې فکر ولري؟

راپورونه

قطر: په سعودي کې داسې يو کس هم نه شته چې فکر ولري؟

577

آر ټي عربي رسنۍ راپور ورکوي چې حمد بن جاسم آل ثاني، د قطر لومړی وزير او د بهرنیو چارو پخواني وزير په تازه څرګندونو کې پوښتنه پورته کړې ده چې آيا په سعودي کې داسې يو کس هم نه شته چې سوچ او فکر ولري؟
هغه دغه څرګندونې په ټوېټر کې پر خپل اکاونټ کړې دي. آل ثاني ليکلي دي چې موږ له ۲۰۱۸م کال سره مخه ښه کوو او هيله مو دا ده چې راتلونکي کال کې عربي هېوادونه هغه غلطۍ تکرار نه کړي چې تېرو کلونو کې يې ترسره کړي دي.
هغه په څو ټويټونو کې دغه څرګندونې کړې دي او ويلي يې دي چې کومه محاصره چې پر موږ نورو عربي هېوادونو لګولې، زه يې په اړه دا وايم چې موږ د ښکنځلو خلک نه يو، لکه څنګه چې نور ښکنځلې کوي. هغه سعودي او نورو هېوادونو ته په اشارې ويلي دي چې دوی د قطر ملت او رهبريت ته ښکنځلې کړي دي.
آل ثاني ويلي دي چې د دوی ټولې دعوې غلطي دي او آخر کې يې پوښتنه کړې ده چې: په سعودي کې داسې يو کس هم نه شته چې فکر ولري؟



اعلان