"د لاجوردو لار د کراچۍ په پرتله خوندي، نږدې او لګښت یې لږ دی"

راپورونه

898

د سوداګرۍ وزارت وایي، د لاجوردو پرانستل شوې لار د پاکستان د کراچۍ د بندر په پرتله خوندي، اروپا ته لنډه او لګښت یې لږ دی.
د دغه وزارت چارواکي وایي، د لاجوردو لار اروپا ته د پاکستان د کراچۍ بندر پر ځای د افغانستان ښه بدیل دی.
طلوع نیوز د ټرانزټ د ډېپارټمنټ د مشر یحی اخلاقي له قوله لیکلي، غړو هېوادونو اروپا (ترکیې) ته د افغان مالونو په لېږد کې ښه همکاري وکړه.
افغان مالونه په پنځلس ورځو کې اروپا (ترکیې) ته ورسېدل چې له هغې خوا به واردات ولري.
دغه تاریخي لاره څو ورځې وړاندې هرات کې ولسمشر غني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانسته.
له دغې لارې به د انارو، انګورو او مرمر ډبرو په ګډون نور افغان مالونه اروپا ته ځي چې پاکستان باندې به د افغانستان تکیه راکمه کړي.



اعلان