د ٢٠١٨کال په اخيرو لسو دقيقو کې پنځه خبرې

پام وړ

 د ٢٠١٨کال په اخيرو لسو دقيقو کې پنځه خبرې

164

١-دکال تيريدو ته مه خپه کيږئ،که تاسو بريالي خلگ ياست نو د وخت دورانيه د پرمختگونو ځنځير وگڼئ.
له همدې امله به دا ويل مناسب وي چې که قدرت د لږ وخت لپار هم پر دي حرکت بريک ونيسي نو انسان به يې ونه زخمي ځکه چې دابه د پرمختگونو او نوښتونو د ودريدو ترخه سکته وي.
ځکه خو په انساني تاريخ کې د وخت د دريدو او وروسته کيدو لپاره کله هم هڅه نده شوي.

٢-دريمه نړۍ کې د انساني او ټولنيز واک او ځواک د محدوديت او محکوميت په وجه او د يوه عام وگړې لپاره د ځان د واک نه لرلو په وجه، نه څوک د تېرشوي کال په اړه سمه محاسبه کولاى شي او نه د راتلونکې کال لپاره ځان ته د هدف ټاکلو اختيار خپل گڼي.
بلکې ځان ورته د نا اټکل شويو حالاتو په اوږو سپور ښکاږي، چې لامله يې د راتلونکې کال لپاره کومه نقشه هم نشي جوړولاى.

٣-د لويديځ لپاره نوى ميلادي کال ځکه نوى وي چې دصنعت په برخه کې نوي بدلونونه او پروگرامونه دهرکال په سرکې رامنځ ته کيږي.
ملټي انټرنيشنل کمپنۍ خپل پروډکټ ته نوى شيف ورکوي او ټولې دولتي اونا دولتي ادارې نويو اعلاناتو ،پاليسيو او سکتوري بدلونونو ته د کال سر ټاکي.
مثلا موټر جوړوونکې شرکتونه د کال له پيل سره نوي ماډلونه دود کوي.
د پروډکټ د کميت اوکيفت بدلون ته دکال پيل ټاکي او د مزدورانو او منيجرانو معاشونه د کال له پيل سره زياتوي.
ورسره د نړۍ په لويه برخه کې خصوصا لويديځ کې د ميلادي کال پيل د کرسميس له لمانځلو کيږي چې هم يې مذهبي ورځې وي هم د خوښي ورځي وي او هم يې تفريحي.
خو په اسلامي هيوادونوکې د ميلادي کال له دغو لاسته راوړنو اوخصوصياتو نه يوه هم نه شته، نو ځکه خو يې خلگ يواځې د نورو په تقليد لمانځي.

٤-مسلمان ته دوخت ارزښت اوپيژندنه په هرڅه کې لومړيتوب لري. په عباداتو کې وخت.
په سفرکې وخت،په اقامت کې وخت او په ټولو احکامو او افعالو کې وخت.
نو مومن ته د وخت تېريدل هغه وخت بايد د خوښي باعث وي چې په مقاصدوکې يې صرف کړى وي.

٥مه -دکال سر اوپاى بايد د عمر د تيريدو لپاره معيار ونه گڼل شي. بلکې داخبره يواځې هغه چاته پاموړ ده چې د ډسمبر په اخېر او يا د جنوري په اوله زيږيدلى وي.
عام انسان ته د ساعت د هرې دقيقې اوښتل د عمر تيريدل دي نو يواځې د کال له بدليدو سره دا انديښنه د نور ټول کال د غفلت په معنا ده.



اعلان