سعودي کې نوي عیسوي کال ته په مېلو او د موسیقۍ په ژوندیو پروګرامونو ښه راغلاست ویل کېږي

راپورونه

سعودي کې نوي عیسوي کال ته په مېلو او د موسیقۍ په ژوندیو پروګرامونو ښه راغلاست ویل کېږي

233

سعودي کې د نوي عیسوي کال د نمانځلو له پاره په لویو ښارونو کې پروګرامونه جوړ شوي دي.
عرب نیوز لیکلي، په لویو ښارونو کې د فیسټوالونو، د موسیقۍ د ژوندي کنسرتونو، د ماشومانو د مېلو او د خوراک د پروګرامونو تابیا شوې ده.
دغه پروګرامونه زیاتره په جده او دمام کې دي.
د جدې په څو ځایونو کې پروګرامونه تر سره کېږي چې زیاتره ماښام مهال پېل کېږي او د شپې تر ناوخته به دوام کوي.
په پلازمېنه ریاض کې هم د یوه پروګرام پلان جوړ شوی دی.
د جدې په الروضه کې به څو سندرغاړي بېلابېل ډول موسیقي وړاندې کړي. دوی به یوه اوونۍ مسلسل د شپې له نهو بجو تر یوې نیمې پورې سندرې وایي.
سعودي کې د محمد بن سلمان له ولیعهد کېدو وروسته ډېر بدلونونه راغلي دي.



اعلان