د ناټو پخوانی قومندان: ټرمپ بد اخلاقه او دروغجن انسان دی

راپورونه

د ناټو پخوانی قومندان: ټرمپ بد اخلاقه او دروغجن انسان دی

564

افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو پخواني قومندان جنرال سټینلي مېک کرسټل د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادارې ته له افغانستانه د پوځ په ایستلو خبرداری ورکړی.
کرسټل ای بي سي نیوز سره خبرو کې ویلي، د پوځ ایستل به د امریکا ځواک له منځه یوسي. هغه افغانستان کې د پوځ شتون (د طالبانو په وړاندې) لوی ځواک ښودلی.
د نوموړي په وینا، د ۱۴۰۰۰ پوځ شمېر نیمایي ته راکمول به د طالبانو د سولې د معاملې انګېزه راکمه کړي.
کرسټل په ټرمپ هم نیوکه کړې او ویلي یې دي، باور نه کوم چې ټرمپ به رښتیا وایي.
کله چې ترې و پوښتل شول، ایا ټرمپ بد اخلاقه دی، نو هغه وویل، زه فکر کوم چې بد اخلاقه دی.
کرسټل یو کال په افغانستان کې د امریکایي او ناټو قومندان وو. د ۲۰۱۰ ز کال په جون کې پخوانی ولسمشر بارک اوباما د هغه استعفی منلې وه.
وړاندې ویل شوي وو چې ټرمپ دفاع وزارت ته له افغانستانه د اووه زره امریکایي ځواکونو د ایستلو د پلان جوړولو امر کړی، خو وړمه ورځ سپینې ماڼۍ دا رپوټونه رد کړل.



اعلان