طالبان: ښکېلو اړخونو ته مو ویلي چې افغان حکومت سره خبرې نه کوو

افغانستان

طالبان: ښکېلو اړخونو ته مو ویلي چې افغان حکومت سره خبرې نه کوو

462

طالبانو هغه رپوټونه رد کړل چې ګنې دوی به راتلونکې میاشت په سعودي کې له افغان حکومت سره خبرې وکړي.
رویټرز خبري اژانس د یوه لوړ پوړي طالب چارواکي له قوله لیکلي، طالبان به سعودي کې له امریکایي چارواکو سره وګوري او د ابوظبۍ له نابشپړ شویو خبرو به یې پېل کړي.
دغه چارواکي زیاته کړې، موږ ټولو ښکېلو اړخونو ته سپین ویلي چې له افغان حکومت سره به خبرې و نه کړو.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي چې مشران به یې افغان حکومت سره خبرې و نه کړي.
طالبان تاکید کوي چې لومړی به له امریکایانو سره د دوی د پوځي شتون په اړه خبره ختموي او بیا به افغانان خپلمنځي مسایلو باندې خبرې کوي.
څو میاشتې وړاندې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو سره خبرې پېل کړې چې تر اوسه یې درې ځله ناستې کړې دي.
تمه ده چې جنورۍ کې به د سعودي په جده کې څلورم پړاو خبرې وشي.



اعلان