د چاه بهار له لارې تر اوسه ۱۲۰ زره ټنه مواد له هنده افغانستان ته راغلي

راپورونه

د چاه بهار له لارې تر اوسه ۱۲۰ زره ټنه مواد له هنده افغانستان ته راغلي

473

ایراني چارواکي وایي، د چاه بهار بندر له لارې د مالونو د لېږد له پېلېدو تر اوسه له دغې لارې افغانستان ته ۱۲۰ زره ټنه مواد تللي دي.
ایرنا خبري اژانس د ایراني چارواکو له خولې لیکلي، غنم او نور مواد په لسو بېړیو کې راوړل شوي او بیا افغانستان ته لېږدول شوي دي.
څوارلس میاشتې وړاندې د چاه بهار بندر له لارې د افغانستان-ایران او هند له لوري د موادو لېږد پېل شو.
چاه بهار د سیمې له مهمو بندرونو څخه ګڼل کېږي.
دا بندر افغانستان د پاکستان له تکیې خلاصوي او د ایران له لارې یې هند سره نښلوي.
دغه راز، هند ته هم موقع ورکوي چې د افغانستان له لارې ځان د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره ونښلوي.



اعلان