نیویارک ټایمز: سعودي سوډاني کوچنیان د یمن جګړې ته استولي

راپورونه

نیویارک ټایمز: سعودي سوډاني کوچنیان د یمن جګړې ته استولي

218

نیویارک ټایمز په یوه رپوټ کې وایي، سعودي د سوډان د دارفور سیمې کوچنیان د پېسو په بدل کې د یمن جګړې ته استولي.
رپوټ کې ویل شوي چې د دوی هر یوه ته یې لس زره ډالر ورکړل شوي.
پنځه تنه چې د یمن جګړه کې یې ګډون کړی او بېرته سوډان ته تللي وایي چې زموږ د واحد تر څلوېښت سلنې پورې جنګیالي کوچنیان وو.
رپوټ کې ویل شوي چې د کوچنیانو عمرونه د ۱۴-۱۷ کلونو تر منځ وو.
ویل کېږي، دوی د اړمنو کورنیو کوچنیان وو.
سعودي یمن کې د ایران پلوه ملېشو (حوثیانو) پر ضد جګړه کوي.
څلور کاله وشول چې دغه جګړه د عربي نړۍ په تر ټولو بې وزله هېواد کې روانه ده. تر اوسه زرګونه تنه وژل شوي او زرګونه نور له لوږې سره مخ دي.

 



اعلان