د لاجوردو په لار له هراته روان شوي موټر ترکیې ته رسېدلي

راپورونه

د لاجوردو په لار له هراته روان شوي موټر ترکیې ته رسېدلي

698

رپوټونه وایي، له هراته د لاجوردو په تاریخي لاره روان شوي افغان موټر (ټېلر) خپل وروستي منزل (ترکیې) ته رسېدلي دي.
دغه موټر پنځلس ورځې وړاندې روان شوي وو.
دغه موټر له هراته د ترکمنستان، اذربایجان او ګرجستان له لارې ترکیې ته رسېدلي.
د ټرانسپورټ وزارت پر خپلې فېسبوک پاڼې دغه اعلان خپور کړی دی. اعلامیه وایي، موټر به له ترکیې له ځان سره وارداتي مالونه راوړي.
برتانوۍ دې ټایمز لیکلي، ټول نهه موټر وو.
تمه کېږي چې د افغانستان او اروپا تر منځ د وچې د دغې تاریخي لارې له بیا پرانستو سره به افغان انګور، انار او د مرمرو ډبرې اروپایي هېوادونو ته ورسېږي.



اعلان