نواز شریف ته زندان کې د امنیتي کسانو د خونې پاکولو دنده ورکړل شوې

راپورونه

نواز شریف ته زندان کې د امنیتي کسانو د خونې پاکولو دنده ورکړل شوې

770

نواز شریف درې ځلې د پاکستان لومړی وزیر پاتې شوی. هغه ته څو ورځې وړاندې د العزیزیه په نوم دوسیه کې د اووه کالو بند سزا واورل شوه.
شریف چې وړاندې هم د فساد په یوه بله دوسیه کې ورته د بند سزا اورول شوې او د ژوند تر پایه له سیاسته ګوښه کړل شوی، اوس د لاهور په کوټ لکهپت زندان کې دی.
ایکسپریس ورځپاڼې لیکلي، محکمې شریف ته په زندان کې سخت کار کولو سزا هم ورکړې ده.
د زندان د چارواکو په سپارښتنه به اوس شریف د زندان د امنیتي کسانو د وارډ (ساتندویانو خونه) پاکوي.
شریف زندانیانو ته له درس ورکولو سره لېوالتیا څرګنده کړې وه، خو د امنیتي ګواښونو له امله ورته هغه دنده نه ده ورکړل شوې.
شریف چې پاکستان کې د مسلم لیګ په نوم د لوی سیاسي ګوند پخوانی مشر هم و، د فساد د تورونو له امله د لومړي وزارت څوکۍ نه استعفی کولو ته اړ شو.
پلویان یې تور لګوي چې د دې ټولو کارونو تر شا د اسټبلشمنټ (پوځ او استخباراتي ادارو) لاس دی.



اعلان