په افغانستان کې د روږدو کسانو وضعیت

نظر او تحليل

په افغانستان کې د روږدو کسانو وضعیت

68

په نشه روږدي ډیری کسان د ښارونو په سړکونو او کوڅو کې شپې او ورځې تېروي، چې لسګونه تنه یې هر کال د ژمي له پیلېدو سره مړه کېږي. تازه د کابل ښاروالۍ چارواکو ویلي چې په کابل ښار کې د هوا له سړېدو سره سم، هره اوونۍ د ښار په مختلفو سیمو کې د لسو شاوخوا جسدونه، چې ډیری یې په نشه د روږدو کسانو دي، پیدا کوي او خاورو ته یې سپاري، دوی اندېښنه لري چې د هوا له سړېدو سره به دا شمېره نوره هم زیاته شي.

په افغانستان کې د روانې جګړې او ګڼو نورو بدبختیو ترڅنګ د نشه‌یي توکو کر، قاچاق او کارول هم هغه څه دي چې د دې هېواد خلک ترې ځورېږي. په افغانستان کې له تېرو څو کلونو راهیسي د نشه‌یي توکو د تولید ترڅنګ په نشه د روږدو کسانو شمېر هم ورځ تر بلې مخ پر زیاتوالي دی او د مختلفو داخلي او نړیوالو ادارو د معلوماتو پربنسټ په افغانستان کې د روږدو کسانو شمېر سلګونه زره کسانو ته رسېږي.

په افغانستان او نړۍ کې په نشه د روږدو کسانو شمېر، په افغانستان کې د روږدو کسانو وضعیت، پر نشه د دوی د روږدېدو لاملونه او په ټولنه کې د نشه‌یې کسانو د موجودیت اغېزې. هغه موضوعات دي چې دلته مو پرې بحث کړی دی.

 

په نشه روږدي کسان

د نشه‌یي توکو کارونه په ټوله نړۍ کې یوه لویه ستونزه ګنل کېږي او په میلیونونو کسان د نشه‌یي توکو په کارونه اخته دي. د ملګرو ملتونو سازمان له نشه‌یي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې (UNODC) د معلوماتو پر بنسټ په ۲۰۱۵م کال کې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۲۵۵میلیونه کسان د نشه‌یي توکو په کارونې اخته بلل شوي دي، چې که د نړۍ ټول نفوس شپږ میلیارده ونیسو، نو د نړۍ د ټول نفوذ ۴.۲۵ سلنه وګړي د نشه‌یي توکو په کارونه اخته گڼلی شو.

د افغانستان د مرکزي احصایې د ادارې د معلوماتو پر بنسټ په ۱۳۹۶هـ ش کال کې د افغانستان ټول نفوس ۲۹.۷میلیونه کسانو ته رسېده. له دغې جملې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې د ادارو د معلوماتو پر بنسټ څه باندې درې میلیونه افغانان د نشه‌یي توکو په کارونه بوخت دي، چې د افغانستان د ټول نفوس نږدې لس سلنه برخه تشکیلوي.

په دغه درې میلیونه کسانو کې ۸۰۰ زره ښځينه او ۱۰۰زره یې هم هغه ماشومان شاملېږي چې د نشه‌یي توکو په کارولو بوخت دي. د روږدو کسانو له ډلې شاوخوا ۵۰۰ زره یې هغه کسان دي چې د زیاتو نشه یې توکو د کارولو له امله یې ټولنیز شخصیت له منځه تللی او په یوه ډېر بد حالت کې د ښار په کوڅو او سړکونو کې خپل وخت تېروي؛ خو په دې ډله کې پاتې نور هغه کسان شامل دي چې د بېلابېلو نشه‌یي توکو په کارولو اخته دي، ولې وضعیت یې دومره نه دی خراب شوی چې له خپل کور او کورنۍ لرې په کوڅو او سړکونو کې خپل وخت تېر کړي.

 

د روږدو کسانو وضعیت

په افغانستان کې د نشه‌یي توکو کر او کارونې له یوې خوا په نړیواله کچه د افغانستان نوم او اعتبار ته ستر زیان رسولی دی او له بلې خوا په دغه هېواد کې په نشه‌یي توکو د څه باندې درې میلیونه افغانانو روږدي کېدل، هغه ستر بشري ناورین دی چې افغانان ورسره لاس او ګرېوان دي.

په افغانستان کې د څه باندې درې میلیونه روږدو کسانو له ډلې، یوه لویه برخه یې د نشه‌یي توکو د کارونې له امله داسې یوه وضعیت ته رسېدلي چې خپل کور او کورنۍ ترې پاتې او د ښار په کوڅو او کنډوالو کې شپې او ورځې تېروي.

په اوس مهال کې کابل ښار د دا ډول کسانو په یو ستر مرکز اوښتی دی، د ښار پارکونه، د سړکونو ترمنځ ګلدانونه، کوڅې او بازارونه ترې ډک دي او ډیری مهال په ځانګړې توکه د ژمي د موسم له راتګ سره په همدې سړکونو او پارکونه کې مړه کېږي. په هر ځای کې څو تنه سره پنډ وي او په عامه ځایونو کې نشه‌یي توکي کاروي.

افغان حکومت که څه هم د دې کسانو د درملنې لپاره فعالیت کوي او د روږدو کسانو د درملنې لپاره یې ځانګړي مرکزونه جوړ کړي دي؛ خو د دې مرکزونو ظرفیت د روږدو کسانو شمېر ته په کتلو سره خورا کم دی او نشي کولی چې د ټولو درملنه په کې وکړي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ افغان دولت په نشه یې توکو د روږدو کسانو د درملنې په موخه د ټول هېواد په کچه د لسګونه شخصي مرکزونو ترڅنګ، څه باندې ۱۷۰ د درملنې دولتي مرکزونه لري چې هر کال په کې د سلګونه روږدو کسانو درملنه کېږي؛ خو د درملنې په دغو مرکزونو کې د تداوي شوو روږدو کسانو له ډلې ۷۰ سلنه یې د درملنې له مرکزونو له خارجېدو سره سم، بېرته د نشه‌یي توکو کارونې ته مخه کوي.

 

په نشه د روږدېدو لاملونه

په افغانستان کې په نشه د روږدو کسانو د شمېر زیاتوالي په اړه لاندې څو ټکي د پام وړ دي:

جګړه او د جګړې دوام: په افغانستان کې له تېرو څو لسیزو راهیسې د جګړې دوام په دې هېواد کې د نشه‌یي توکو کر او تولید ته پوره زمینه برابره کړې ده چې له امله یې افغانستان د نړۍ په کچه د نشه‌یي توکو د کر او تولید په لوی مرکز بدل شوی دی. له همدې امله په افغانستان کې د نشه‌یي توکو د کر او تولید تر څنګ په نشه د روږدو کسانو شمېر هم زیات شوی دی.

فقر او بې‌کاري: په افغانستان کې په نشه د روږدو کسانو په زیاتوالي کې فقر او بې‌کاري یو بل مهم فکټور ګڼل کېږي. د نړیوال بانک د راپور پر بنسټ د افغانستان ۴۰ سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او نږدې دوه میلیونه هغه کسان چې د کار کولو په شرایطو برابر دي، بې‌کاره گرځي. همدا د کار نشتوالی او بې‌وزلي د دې لامل شوې چې ځینې ځوانان د نشه‌یي توکو کارونې ته مخه کړي.

کډوالي: د نشه‌یي توکو په کارونه د اخته کسانو په زیاتوالي کې یو بل مهم فکټور هم نورو هېوادونو په ځانګړې توګه د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته مهاجرت ګڼل کېږي. د بېلګې په توګه ایران هغه هېواد دی چې ډیری افغانان دې هېواد ته له کډوالۍ وروسته په نشه‌یي توکو روږدي شوي دي.

نشه‌یي توکو ته اسانه لاس‌رسی: په افغانستان کې د اداري فساد او کمزورې حکومتوالۍ له کبله د نشه‌یي توکو کر او تولید په دغه هېواد کې نشه‌یي توکو ته لاس‌رسی هم خورا ساده کړی دی. خلک کولی شي د هېواد په هر ولایت او هره سیمه کې په ډېره اسانه توګه نشه‌یي توکو ته لاس‌رسی ولري. همدې ساده لاس‌رسي او د حکومت له لوري د نشه‌یي توکو په پېر او پلور د کلک بندیز او څارنې نه شتون، په لوی لاس د نشه‌یي توکو کارونې ته زمینه برابره کړې ده.

 

پر ټولنه د روږدو کسانو منفي اغېزې

په افغانستان کې په نشه‌یي توکو د روږدو کسانو زیاتوالي پر ټولنه لاندې اغېزې لرلې دي:

لومړی: په نشه د روږدو کسانو زیاتوالی په ټولنه کې د غلاوو او جنایي پېښو د زیاتوالي لامل شوي. په نشه روږدي کسان نشه‌یي توکو ته د لاس‌رسي په موخه پیسو ته اړتیا لري او د دې پیسو د پیدا کولو لپاره هم غلا کوي او هم جنایي جرمونه. د کابل ولایت امنیه قوماندانۍ په وینا په کابل ښار کې په نشه د روږدو کسانو د غلاوو د مخنوي لپاره یې سره له دې چې د پولیسو یو ځانګړی کنډک جوړ کړی دی؛ خو بیا هم په ځینې سیمو او پارکونو کې روږدي کسان د شپې لخوا د پارکونو پنجرې، دروازې یا هم د خلکو له کورونو ځینې وسایل غلا کوي. دغه‌راز په ځینې سیمو کې د شپې له خوا په لارو کې له خلکو پیسې او نور وسایل اخلي او بیا یې په بازار کې د نشه‌یي توکو د لاسته راوړلو په موخه پلوري.

دویم: په نشه د روږدو کسانو له زیاتوالي سره د ښار ککړتیا لا زیاته شوې ده. کابل ښار چې د ګوتو په شمار څو تفریحي پارکونو لري، اوس مهال د همدې نشه‌یي کسانو د پنډېدو په ځایونو بدل شوي دي. د سړکونو ترمنځ زرغونې ساحې او ګلدانونه هم د همدې رږدو کسانو له لاسه ککړ دي ځکه شپه او ورځ په همدې سیمو کې راټول وي.

درېیم: په ښارونو او کوڅو کې په نشه د روږدو کسانو آزادانه تګ راتګ دغه بدمرغه عمل ته د نورو کسانو په جذب کې هم رول لري. ډیری ځوانانو له دغه کسانو سره د نږدې اوسېدو له امله ورو ورو نشو ته مخه کوي او بالاخره په پوره توګه د نشه‌یي توکو په کارونې آموخته کېږي.

پای



اعلان