دوه نوم لرونکي پیغمبران

اسلام

دوه نوم لرونکي پیغمبران

248

د انبیاوو علیهم السلام له ډلی څخه پنځه هغه انبیا دي چې هر یو ئې دوه نومونه لری، او هغوی په لاندې ډول دي:
۱ـ یعقوب علیه السلام چې دویم نوم یې اسرا‌ئیل دی.
۲ـ ِالیاس علیه السلام چې دویم نوم يې ذوالکفل دی.
۳ـ عیسی علیه السلام چې دویم نوم یې مسیح دی.
۴ـ یونس علیه السلام چې دویم نوم یې ذوالنون دی.
۵ـ محمد صلی الله علیه وسلم چې دویم نوم یې احمد دی.
لکه څنګه چې ددوی (انبیاوو) په ډله کې پنځه تنه د آولو العزم یعنې قوی قصد او پخې ارادې خاوندان هم شته او هغوی دادي:
۱ـ حضرت نوح علیه السلام.
۲ـ حضرت ابراهیم علیه السلام
۳ـ حضرت موسی علیه السلام
۴ـ حضرت عیسی علیه السلام
۵ـ حضرت محمد صلی الله علیه وسلم
الله تعالی فرمایی: ( فاصبر کما صبر اولوا العزم من الرسل ولا تستعجل لهم) الاحقاف /۳۵
ژباړه: نو صبر کوه ته (ای محمده) لکه چې صبر کړی وه خاوندانو د ټینګ عزم و دریدلو (په حق) له رسولانو، او تلوار مه کوه (په غوښتلو د عذاب) دوی ته
په دې کې شک نشته چې ټول پیغمبران اولو العزم او همت لرونکې وو، خو په عرف کې پنځه ذکر شوو پیغمبرانو ته دغه لقب ورکړی شوی (تلک ا لرسل فضلنا بعضهم علی بعض منهم من کلم الله ورفع بعضهم درجات) البقرة/۲۵۳
ژباړه: دا ټول رسولان (چې د ادم نه تر محمد پور‌ې تیر شوي) فضیلت ورکړی و موږ ځینی ددوی ته په ځینې نورو باندی (پر رسالت برسیره) 
((ولقد فضلنا بعض النبیین علی بعض) بنی اسرائیل /۵۵
ژباړه: او خامخا په تحقیق سره فضیلت ورکړی موږ ځینو انبیاؤ ته پر ځینو نورو.



اعلان