خلاصون شورا: د بندیانو خوشې کول له اوسني کړکېچ د خلاصون کیلي ده

راپورونه

خلاصون شورا: د بندیانو خوشې کول له اوسني کړکېچ د خلاصون کیلي ده

109

د افغانستان د خلاصون لارې عالي شورا په یوه غونډه کې ویلي چې له زندانونو د بندیانو خوشې کول د هېواد د اوسني کړکېچ د حل کیلي ده.
هغه غونډه چې کابل کې جوړه شوې وه، د خلاصون شورا د مشر محمد اکبر اغا او لیکوال محمد زمان مزمل په ګډون په کې نورو وتلو کسانو ګډون کړی و.
د شورا د اعلامیې له مخې، مزمل وویل چې د حل لاره یوازې او یوازې سوله ده.
اکبر اغا په خپلو خبرو کې ویلي چې ولس سولې ته تږی دی. هغه زیاته کړې، د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هلې ځلې اوس مثبتې پایلې نه لري او هڅه کوي چې امریکا دلته اډې ولري.
نوموړي زیاته کړې، سوله له افغانستان څخه د ټولو امریکایي پوځیانو پر وتلو او واک ولس ته په لېږدولو راتلای شي.
دې شورا ویلي، د بهرنیو پوځیانو شتون د سولې پر وړاندې بنسټي خنډ دی.



اعلان