د پاکستان پوځ پر ۴۸۲ کیلومتره ډیورنډ کرښې د اغزن تار لګول بشپړ کړي

افغانستان

د پاکستان پوځ پر ۴۸۲ کیلومتره ډیورنډ کرښې د اغزن تار لګول بشپړ کړي

225

د پاکستان پوځ رسنیو ته ویلي چې خېبر پښتونخوا کې یې پر ډیورنډ کرښې ۴۸۲ کیلومتره اغزن تار لګولی دی.
د خېبر پښتونخوا او افغانستان تر منځ ټوله کرښه ۱۴۰۳ کیلومتره ده. ټرېبیون ورځپاڼې لیکلي چې دغه سیمه کې ۲۳۳ پوستې هم جوړې شوې دي.
چارواکو ویلي، دغه پوستې په اوبو، لمریزې برېښنا او حفاظتي ماینونو خوندي دي.
موده وړاندې د پاکستان پارلمان قبایلي سیمې ختمې او په خېبر پښتونخوا کې ور ګډې کړې.
پاکستان شاوخوا درې کاله وړاندې پر ډیورنډ کرښې د اغزن تار لګول پېل کړل چې ځینو سیمو کې د کرښې د دېخوا خلکو له سخت مخالفت سره مخ شول او تارونه یې وغورځول.
افغان حکومت وایي، پاکستان دغه کړنې په یو اړخیز ډول کوي.
افغان حکومت ډیورنډ کرښه د دوه هېوادونو تر منځ د رسمي پولې په توګه نه پېژني.



اعلان