سپینه ماڼۍ: ټرمپ دفاع وزارت ته له افغانستانه د پوځ د ایستلو امر نه دی کړی

افغانستان

سپینه ماڼۍ: ټرمپ دفاع وزارت ته له افغانستانه د پوځ د ایستلو امر نه دی کړی

315

د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ (سپینې ماڼۍ) هغه رپوټونه رد کړل چې ګنې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) ته امر کړی، څو له افغانستان څخه د نیمایي امریکایي ځواکونو د ایستلو پلان جوړ کړي.
امریکایي بلومبرګ رسنۍ لیکي، د سپینې ماڼۍ ویاند ګریټ مارکس په یوه برېښنالیک کې ویلي، ټرمپ پنټاګون ته له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو د پروسې جوړولو لارښوونه نه ده کړې.
دا یوه اوونۍ وروسته له هغه چې امریکایي رسنیو د پنټاګون د یوه چارواکي له خولې ولیکل چې ټرمپ پنټاګون ته امر کړی، څو له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو پلان جوړ کړي.
هغه مهال ویل کېدل چې ښایي راتلونکو دوه میاشتو کې به له افغانستانه اووه زره امریکایي پوځیان ووځي.
ټولنیزو رسنیو کې ګڼ شمېر افغانانو د دغه اعلان هرکلی وکړ او دا یې افغانستان کې د سولې په لور یو ښه ګام وباله.



اعلان