واشنګټن پوسټ: پوځي چارواکي افغانستان نه د ځواکونو راويستلو د پلان پر چمتووالي بوخت دي

افغانستان

واشنګټن پوسټ: پوځي چارواکي افغانستان نه د ځواکونو راويستلو د پلان پر چمتووالي بوخت دي

444

امريکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په خپل يوه وروستي مطلب کې خبر ورکړی دی، چې افغانستان نه د امريکایي ځواکونو د راويستلو په اړه د ولسمشر ټرمپ له امر يوه اوونۍ وروسته پوځي چارواکو په دې اړه چمتووالی پيل کړی دی او د امريکا د تر ټولې اوږدې جګړې د راتلونکې په اړه پلانونه جوړوي.

ورځپاڼې زياته کړې ده، چې دې پرېکړې امريکايي پوځي مشران له سخت حالت سره مخ کړي دي او دقيقه نه ده معلومه چې څه ډول پرېکړه به کېږي.

سرچينې دې ته اشاره کړې، چې له ځينو پوځي مشرانو يې د راتلونکي په اړه پوښتلي، خو هغوی څرګنده کړې ده، چې ټول پر دې نه دي خبر چې څه به پېښېږي.

واشنګټن پوسټ په ډاګه کړې ده، چې ضروري ده، چې افغانستان نه د ځواکونو د راويستلو پلان د ولسمشر ټرمپ له کالنۍ وينا مخکې چمتو شي. ټرمپ به د راتلونکې مياشتې په ۲۲مه نېټه خپله وينا اوروي چې نوې کړنلارې به په کې په ډاګه کوي.



اعلان