نوې څېړنه: د  سهار چای نه څښل د شکر ناروغۍ ګواښ زیاتوي

روغتیا

نوې څېړنه: د  سهار چای نه څښل د شکر ناروغۍ ګواښ زیاتوي

1000

د سهار چای د ورځې له مهمو خوراکونو څخه شمېرل کېږي او نه څښل یې بدن ته ډېر زیانونه رسوي.
اوس جرمني کې یوې نوې څېړنه کې مالومه شوې چې د سهار د چای د نه څښلو عادت د شکر (شکر ټایپ ټو) ګواښ ډېروي.
په جرمن شکر مرکز کې تر سره شوې څېړنه کې په سل زرو (یو لک) کسانو ازموینه شوې او په کې ثابته شوې د چای نه څښل د دغه شکر شونتیا ۳۳ سلنه زیاتوي.
هغه کسان چې اوونۍ کې لږ تر لږه څلور ځلې د سهار چای نه څښي، نو دغه سلنه ۵۵ وي.
څېړونکي وایي، نړۍ کې ۳۰ سلنه خلک د سهار چای نه څښي.



اعلان